د ولسمشرۍ په انتخاباتوكې د كانديد عبدالله عبدالله د انتخاباتي دفتر وياند فاضل سانچاركي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې په انتخاباتو كې د ولسمشر كرزي په گټه ډيره درغلۍ شوې اود ده په خبره سلګونه زره رايې دهغه په گټه په صندوقونو كې اچول شوی:
"هغه څه چې د انتخاباتوخپلواك كميسيون اعلان كړي مونږ ته د منلووړ نه دی مونږ د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون څيړنو ته په تمه يو چې له درغليو سره په څه ډول چلند كوي وروسته به مونږ خپل مناسب غبرګون وښيو.
زمونږ په باور څه باندې يو نيم ميليون رايې په تقلبي ډول كارول شوي او كه چيرې دا رايې لري شي د ښاغلي كرزي رايې ډيرې كميږي."
په عين حال كې د ملي شورا د دواړو جرګو لسګونو تنوغړو هم د چهارشنبې په ورځ د يوه پريكړه ليك په ترڅ كې وويل چې په انتخاباتوكې د ولسمشركرزي په گټه درغلۍ شوي، دوى د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل چې دې ستونزې ته په جدي توګه رسيدګي وكړي.
دا څرګندونې وروسته تر هغې كيږي چې د انتخاباتود خپلواك كميسيون له خوا د جمهوري رياست د يونوي فيصده رايو قسمي نتايج ښيې چې ولسمشر كرزى په سلو كې څه باندې څلور پنځوس رايې ګټلي او تر خپلو سيالانو مخكى دې.
د جمهوري رياست كانديد رمضان بشردوست چې د كانديدانو ترمنځ دريم ځاى لري هم په دې باور دى چې د رايو د قسمي نتايجواعلان د انتخاباتو د قانون د نهه څلوېښتمې مادې خلاف عمل دى.
ښاغلي بشردوست ازادۍ راډيوته وويل چې د رايو د قسمي نتايجو منل يا نه منل له وخته مخكې خبره ده:
"زه انتظار کوم چې د شکایاتو کمیسیون خپله پریکړه وکړي او ورستۍ نتیجه تصدیق کړي.زه له افغانانو سره یوه مشوره کووم او بیا به موږ به یو تصمیم ونیسو زه اوس نه شم کولای چې یوشی رد یا تاید کړم چې دا اخري نتیجه نه ده."
خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون لا له وړاندې ويلي دي چې د رايو قسمي نتايج د دې كميسيون د كاري طرز العمل له مخې اعلانيږي او دوى د دې كار پوره صلاحيت لري.
بل خوا د ولسمشر كرزي د انتخاباتي مبارزو مسوول حاجې دين محمد د يوشمېر كانديدانو ټول هغه تورونه رد كړل چې ګوندې په انتخاباتو كې د ولسمشركرزي په ګټه درغلي شوي:
"زه ددغونتایجو هرکلې کوم دوي دعوه کوی ددې دعوی ثبوت به شاهدان غواړي او هغه به ثبوتول غواړي او بیابه د شکایتو کمیسیون څیړنه کوي.
دوي چې خپلو خلکوته ډېری لاپې کړې وې او رايې یې تر لاسه نه کړې نو پلمې خو په خامخا جوړوي."
دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان په انتخاباتوكې، مخكښو كانديدانوحامد كرزي او ډاكټرعبدالله پر يو بل د پراخو درغليو تورونه لګولي او په انتخاباتوكې د درغليو خبرې په ملي او نړيواله سطحه مطرح شوي.
يوشمېر اروپايي هېوادونو، د امريكا متحدو ايالاتواو بېلابېلوملي او نړيوالو ارګانونو د انتخاباتي شكايتونو له كميسيون څخه غوښتي چې د افغانستان په انتخاباتو كې د درغليو موضوع په جدي توګه وڅيړي.
د انتخاباتي شكايتونو كميسيون هم د يوې اعلاميې په خپرولوسره د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته وظيفه وركړې چې د هغو محلونو رايې بيا وشمېري چې د درغليوشك په كې كيږي.
بل خوا د اروپايي ټولنې د څارونكو ډلې هم د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره په انتخاباتو كې شوې درغلۍ منلې او د انتخاباتي شكايتونو او د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه يې په ټينګه غوښتي چې د انتخاباتو د قانون په رڼا كې په دې اړه چټك اوجدي اقدام وكړي.