د ایران خبري رسنۍ رپوټ ورکوي چې آیت الله خامنه ايي له احمدي نژاد او د هغه له نویو وزیرانو سره په غونډې کې نوي حکومت ته یو لړ توصیې کړي.
ده ویلي دي، سره له دې چې د رایو اکثریت ګټل د ویاړ او افتخار یوه منبع ده، خو ښایي له هرډول غرور او تکبره ځکه ځان وساتل شي چې تکبر او غرور د شیطان یو لوی دام دی او ګڼ انحرافات او تېروتنې ترې رامینځ ته کیږي.
د ایران له قانون سره سم په ټولو دولتي مسایلو کې وروستۍ فیصله مذهبي مشر ته راجع کیږي.
په داسې حال کې چې ایت الله خامنه اي په تېرو جنجالمنو انتخاباتو کې داحمدي نژاد ملاتړ وکړ خو ده په ځینو مواردو کې د احمدي نژاد د پالیسیو او خبرو په اړه خپله نارضایتي هم څرګنده کړې ده.
د ایران مذهبي مشر له احمدي نژاد او نویو وزیرانو سره په غونډه کې وویل چې په نوي دولت باندې د ځینو انتقادونوهدف چې د بهرنیو رسنیو په مټ کیږي تخریب دی خو داسې نور مصلح او خیرخواه انتقادونه هم شته چې د دولت د پلویانو له خوا نه دي خو باید ورته توجه وشي او عمل پرې وشي.
د المان د خبري اژانس رپوت زیاتوي چې دا لومړی ځل دی، چې ایت الله خامنه اي په علني توګه په احمدي نژاد انتقاد کوي.
په ایران کې د اصلاح غوښتونکو او بنسټ پالو ترمینځ اوس دا پوښتنه مطرح ده چې دولت څوک تخریبوي؟
بنسټ پالو ته د دغې پوښتنې ځواب واضح دی او وایي چې اصلاح غوښتونکو له دولت پسې رااخیسیتې ده او د یو مخملې کودتا پلان یې درلوده خو اصلاح غوښتونکي بیا وایی چې دا خپله بنسټ پالي ده، چې لګیا دي په خپلو اعمالو سره د هغه نظام جرړې وباسې چې غواړي حمایت یې وکړي.
د ایران جمهور رییس احمدي نژاد چې د جنجالمنو انتخاباتو په نتیجه کې دوهم ځل وټاکل شو او دغو انتخاباتو د ایراني مشرانو ترمینځ اختلافات نورهم څرګند کړل پرون یو ځل بیا د دې لپاره د مخالفینو د مشرانو د محاکمې غو ښتنه وکړه، چې د ده په وینا دوی له انتخاباتو وروسته ناکراري رامینځ ته کړي.
۰۹۰۷۳۳
(هغو کسانو چې ناکراري یې پلان کړي وي او د هغو مشري یی وکړه. هغو کسانو چې د دښمن ملاتړ یې ومانه باید محاکمه شی.
لږ تر لږه دوی کوم عکس العمل ونه ښوده او په خپلې خاموشۍ سره یې د دښمن ملاتړ ومانه او کوښښ یې وکړ چې ګزار وکړي.)
داسې اندېښنې شته چې کیدای شي هغه لوی مهم شخصیتونه چې د مخالفینو مشران ګڼل کیږي کیدای شي ونیول شي.
په دغو کسانو کې پخوانی جمهور رییس محمد خاتمی او د جمهوري ریاست کاندیدان هریو میرحسین موسوی او مهدی کروبی او د خبره ګانو د مجلس رییس هاشمی رفسنجانی راځي.
د اصلاح غوَشتونکو مشرانو د نیول کیدو اندیښنې د پاسداران انقلاب د ځواکونو د مشر محمد حسین جعفری له څرګندونو وروسته زیاتې شوي.
ده یوه اونۍ مخکې وویل چې د اصلاح غوښتونکو مشرانو له انتخاباتو وروسته خلک مظاهرو ته را وبلل او کوښښ یې وکړ چې د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د قدرت مخې ته ودریږي.
پاسداران انقلاب ځواکونو د هغو پراخو مظاهرو په ټکولو کې چې له انتخاباتو وروسته وشوي مهم رول ولوباوه.