د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

د ځينو سیمو رايې له سره شمېرل كېږي


ګرانټ كيپن تر اووه سوه زيات شكايتونه په لومړي ليست كې نيولي
ګرانټ كيپن تر اووه سوه زيات شكايتونه په لومړي ليست كې نيولي

په داسې حال كې چې په تدريجي ډول د انتخاباتو قسمي نتايج اعلانېږي، ورسره د انتخاباتي شكايتونو كميسيون وايي، چې دوى پر ور رسېدلو شكايتونو خپل تحقيقات چټك كړي او د رایې اچونې د ځينو ساحو رايې د همدغو مستندو شكايتونو پر اساس له سره شمېرل كېږي.

د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون ریيس ګرانټ كيپن د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل، تر اووه سوه زيات شكايتونه چې مستند وو، دوى په لومړي ليست كې نيولي.

كيپن وويل زياتې درغلۍ د يوه مشخص كانديد په ګټه شوي، د همدغو شكايتونو او اسنادو په رڼا كې د ځينو ولايتونو او د راى وركولو د ساحو رايې له سره شمېرل كېږي:

”په ځينو ولايتونو كې موږ خپله څېړنه وكړه، موږ غزني، پكتيكا او كندهار ته لاړو، د خپلو همدغو څېړنو پر اساس مو فيصله وكړه چې دلته په انتخاباتو او د رايو په شمېرنه كې زياتې درغلۍ شوې دي.

د رايو ځينې بكسونه په نښه شوي، نن موږ د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه وغوښتل چې دغه رايې دې له سره وشمېرل شي.“

د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون مشر ګرانټ كيپن وويل دوى هغه شكايتونه مني چې تر يوې سرغړونې يا درغلۍ وروسته د ۷۲ ساعتونو په بهير كې دوى ته ورسېږي او بايد مستند وي.

ده وويل تر راروانې اوونۍ پورې به د تحقيقاتو په رڼا كې خپله پرېكړه اعلانوي او نوموړى وايي ښايي دغه مستند شكايتونه وكولاى شي د انتخاباتو پر نتيجو تاثير ولري.

هاخوا په كابل كې د ملګرو ملتونو استازي كاى ايډه بيا هيله ښوولې چې دغه دوه كميسيونونه به خپل كارونه په ښه معيار ترسره كړي او دا به يقيني كړي چې د انتخاباتو وروستي نتايج د خلكو د هيلو ښكارندويي كوي.

په انتخاباتو كې د درغليو او سرغړونو مساله په دې وروستيو كې په ملي او نړيواله كچه راتوده شوې ده او ځينې كسان خو دا هم وايي چې ښايي دغه لانجه انتخابات دويم واري ته وغزوي.

XS
SM
MD
LG