د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

توحیدي:رسنۍ د انتخاباتو په اړه مطالب په مستنده توګه خپاره کړي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو د کمیسیون ریس اوس وخت چې د انتخاباتو رایه شمېرنه روانه ده او د پراخو درغلیو ادعاوې شوي دي، یو حساس پړاوو وباله او له رسنیو یې وغوښتل چې د انتخاباتو په اړه هر ډول مطلب په مستنده او بې طرفه توګه خپور کړي.

صدیق الله توحیدي که څه هم د انتخاباتو په بهیر کې د رسنیو رول وستایه خو ویې ویل چې ځینې رسنۍ په خپلو خپرونو کې له قانون څخه سرغړونه کوي.

هغه پرته له دې چې سرغړونکې رسنۍ په ګوته کړي له رسنیو وغوښتل چې په دواړو راپور او تحلیل کې دې بې طرفه واوسي:
"موږ په دوو مواردو کې د افغانستان د رسنیو توجه غواړو. هغه څه چې خپروي، باید په بشپړه توګه کره، بې طرفه او مستند وي. همدا راز تحلیل او تبصره چې کیږي، هم باید په شفافه او بې طرفه توګه باید واوسي. کله چې په ګردي میزونو کې میلمانه هم غواړي غوښتنه دې ترېنه وشي چې هر څه وايې باید له اسناد او دلایلو سره وي."

توحیدي وویل، د انتخاباتو په اړه د درغلیو او یا کوم بل تور په صورت کې دې رسنۍ تورن لوري ته د ځواب ویلو موقع ورکړي.

هغه وویل، که چیرې کومه رسنۍ پرته له شواهدو په چا تور پورې کوي، نو بېلابېل مراجع کولای شي چې هغه عدلي سرچینو ته ور وپیژني:
"که چیرې رسنۍ دا رنګه کارونو ته دوام ورکوي او د رسینو له قانون سره په ټکر کې وي، څرګنده ده چې دغه کار به یې عدلي تعقیب شي. په دې صورت کې هر څوک حق لري چې په اړه یې عدلي سرچینو ته مراجعه وکړي، هم د انتخاباتو د کمیسیون د رسنیو کمیسیون، د انتخاباتو د شکایتونو اوریدلو کمیسیون او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونې کمیسیون حق لري دا موضوع تعقیب کړي، همدا راز په خپله متهمه خوا ېې هم تعقیبولي شي."

د افغانستان په رسنیو کې په انتخاباتو کې د درغلیو د راپورنو په اړه تاوده بحثونه دوام لري.

اخو دا چې له پخوا نه پر اکثرو رسنیو په ځانګړې توګه پر ځینو تلویزونونو تور پورې دی چې په خپلو خپرونو کې په ډاګه یوه خوا نیسي، داسې شکایتونه کیږی چې د انتخاباتو په حساسې موضوع کې هم دوی د بې طرفۍ اصل ته پاملرنه نه کوي.
XS
SM
MD
LG