د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

افغان ځوانان وايي د انتخاباتو نتایج دې ومنل شي


د دې غونډې يوه جوړوونكي صفت الله سهاك ساپي غونډې ته وینا کوي.
د دې غونډې يوه جوړوونكي صفت الله سهاك ساپي غونډې ته وینا کوي.
د افغانستان د ځوانانو د نهادونو د همغږی شورا د ولايتي شوراګانو او جمهوري رياست له تېرو انتخاباتو د ملاتړ تر څنګ وايي، څومره چې په دغو انتخاباتو كې د درغليو يادونه كېږي، هومره درغلۍ او سرغړونې نه دي شوي او د انتخاباتو مشروعيت او شفافيت نه زيانمنوي.

د دې شورا په لسګونو غړو په يوه غونډه كې له دغو انتخاباتو خپل ملاتړ اعلان كړ او ويې ويل چې په راى اچونه كې د ځوانانو ونډه ډېره زياته وه.
د دې غونډې يوه جوړوونكي صفت الله سهاك ساپي وويل په تېرو انتخاباتو كې درغلۍ او سرغړونې شوي، خو نوموړى وايې، دومره ډېرې نه دي چې د دې پروسې مشروعيت زيانمن كړي:

”په نسبي ډول یو څه تخلفات موجود وه په انتخاباتو کې چې کوم تخلفات شوی هغومره جدی نه دي چې د انتخاباتو په نتایجو باندې اثر وکړي د افغانستان ملت اوځوانان په ځانګړي توګه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نتایجو د اعلان سره سم د هغې نه ملاتړ کوی اوهرهغه ډله چې ددې ملي پریکړی په خلاف ودریږی د هغو په مقابل کې به زموږ دریځ ډیر غوڅ او پریکنده وي.“

دغو ځوانانو غوښتنه درلوده چې د دغو انتخاباتو پايلې دې ومنل شي او چا ته دې اجازه ورنه كړل شي چې د نتايجو تر اعلان وروسته تاوتريخوالى رامنځ ته كړي.

د ځوانانو په دې شورا كې اووه ويشت ټولنيز او فرهنګي بنسټونه غړيتوب لري، دوى د خپلې غونډې په پاى كې يو ګډ پرېكړه ليك هم خپور كړ، په هغه كې له راتلونكي ولسمشر څخه غوښتنه شوې چې ملي ګټو، د خلكو غوښتنو او رايو ته دې درناوى وساتي.

د ځوانانو د نهادونو د هماهنګۍ شورا په دې غونډه كې يو ګډونوال وايي دوى له راتلونكي ولسمشر څخه دا غوښتنه هم لري چې د ځوانانو لپاره دې مشخص پروګرامونه عملي كړي:
”زموږ دا غوښتنه ده چې د ځوانو لپاره کوم شعارونه چې په خولې کې هروخت راځي دې ته دې یو عملي جامه ورواغوستلې شي.“

د ځوانانو دغه شورا په داسې حال كې له تېرو انتخاباتو خپل ملاتړ اعلانوي چې د جمهوري رياست ځينې كانديدان، د دوى ملاتړي او ځينې نړيوال نهادونه وايي چې په تېرو انتخاباتو كې ځينې سرغړونه او درغلۍ شوي دي. د انتخاباتي شكايت اورېدنې كميسيون هم وايي په سلګونو شكايتونه وررسېدلي او دوى يې څېړنه كوي.
XS
SM
MD
LG