د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۶

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې ته نړیوال انتظار کوي


د بروکنګز انستتوشن لویدیځه خپرونه په دې باور ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې ته هم ناټو انتظار کوي، هم امریکا هم پاکستان.

بروکنګز انستتوشن خپرونه لیکي، که څه هم د انتخاباتو په ورځ طالبان ونه توانیدل چې د خلکو د رایي ورکولو مخه ونیسي خو بیا هم په انتخاباتو کې د درغلیو تورونو پر دې دیموکراتیک بهیر ښایي اغیز وکړي او له دې لارې د ټاکل کیدونکي حکومت مشروعیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

که څه هم د انتخاباتو ترسره کیدل د طالبانو لپاره یو ډول ناکامي وه خو بل لورته تر پنځوس فیصده لږو هغو کسانو رایي ورکړې دي چې د رایي ورکولو حق یې درلود چې دا بیا د طالبانو لپاره بریالیتوب ګڼل کیدای شي.

په تیرو انتخاباتو کې اویا فیصده هغو خلکو برخه واخیسته چې د رایي ورکولو حق یې درلود. د بروکنګز انستتوشن د خپرونې په وینا هغه وخت د افغانستان امنیتي وضعیت ښه و. د انتخاباتو د نتیجې په برخه کې هم وارله مخه داسې اټکل کیده چې حامد کرزی به یې وګټي خو دا ځل معلومه نه ده چې حامد کرزی به تر پنځوس فیصده ډیرې رایي وګټي او بیا به ولسمشر شي که به د دوو مخکښو کاندیدانو تر منځ بیا انتخابات ترسره شي.

بروکنګز انستتوشن بیا د انتخاباتو د نتیجو په برخه کې لیکي چې تر اوسه دا څرګنده نه ده چې ولسمشر حامد کرزی تر پنځوس فیصده ډیرې رایي ګټي که نه ګټي.

د بروکنګز انستتوشن په وینا په داسې حال کې چې په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه زیات شوی دي نو که چیرته د دوهم ځل لپاره انتخابات ترسره شي ښایي په افغانستان کې روان دیموکراتیک بهیر ته یو اعتبار ورکړي. د خپرونې په باور که په دوهم ځل خپله ولسمشر کرزی هم بیا انتخاب شي نو په ډیرو راییو به انتخاب شوی وي چې په هغه حالت کې کولای شي له ستونزو سره تر اوس ښه مقابله وکړي.

د خپرونې په وینا دا ځل د افغانستان د انتخاباتو نتیجې ته یوازې افغانان انتظار نه دي. نړیوال هم دې ته انتظار دي چې. لویدیځ په افغانستان یوه با اعتباره حکومت ته محتاج دی څو د امنیت او بیا رغاونې په برخو کې د دوی کارونه سم ترسره شي او په تدریجې ډول دې ته زمینه برابره شي چې دوی له افغانستانه خپل ځواوکونه وباسي.

افغانستان ته په نژدې هیوادونو کې تر بل هر هیواد پاکستان ډیر انتظار دی، ځکه چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو حضور مستقیما پر دغه هیواد اغېز کوي. پاکستان نو دې ته ګوري چې د افغانستان وضعیت کوم لور ته روان دی.

د بروکنګز انستتوشن په وینا پاکستان دوه ځله د دې شاهد و چې امریکا د افغانستان خلک یوازې پرې ایښې دي، یو ځل په نولس سوه نوییم کې چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووتل او بیا د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته چې امریکا خپل پوځي او مالي قوت له افغانستانه د عراق لور ته وګرځاوه.

خپرونه وړاندې څرګندوي چې هغه جنرالان چې پاکستان اداره کوي لا هم ډاډه دي چې امریکا او ناټو به بیا فرار وکړي نو دوی باید د راتلونکې لپاره له طالبانو سره خپل روابط وساتي.

د بروکنګز انستتوشن په وینا د افغانستان د نن ورځې ستونزې، عراق ته د امریکا د توجه له امله دي او دا ستونزې دومره دي چې ممکن طالبان پکې بریالي شي خو نوې ستراتیژي، نوي عسکر او نوې قومانده هغه مهال کولای شي چې وضعیت بدل کړي چې په کابل کې یو سم حکومت حاکم وي.
XS
SM
MD
LG