د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۶

ملي شورا د انتخاباتو څخه خپل ملا تړ اعلان کړ


د افغانستان د ملي شورا له سلو څخه زياتو وكيلانو او سناتورانو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو له انتخاباتو څخه خپل ملاتړ څرګند كړ.

د افغانستان د ملي شورا غړو د يو پريكړه ليك په خپرولو سره له ټولو سياسي كړيو او نړيوالې ټولنې غوښتې چې له وخته مخكې دې داسې اوازې او وړاند وينې نه خپروي چې د انتخاباتو شفافيت تر پوښتنې لاندې راشي.

د افغانستان په ولسي جرګې كې د كابل ولايت د خلكو استازې ملالۍ شينوارې چې د نورو په استازيتوب يې د سې شنبې په ورځ په همدغه مناسبت په جوړې شوې خبري غونډه كې د دغه پريكړه ليك پښتو متن لوستلو وويل:

"موږ د ملي شورا غړي له ټولو سیاسي اړخونو څخه چې په ټولټاکنو کې ګډون درلود هیله کوو چې د افغانستان اساسي قانون او د ټولټاکنو قانون ته په درناوي سره د ټولټاکنو پایلې چې قانوني پړاونه یی تر شا پریښې وي ومني او په دې توګه د افغان ولس انتخاب ته درناوی وکړي دا رنګه د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اوریدلو د ځانګړي کمیسیون څخه غواړو چې خپلې دندې د پرته د کوم خنډ او ځنډ نه په قانوني ډول پرمخ بوځي او د قانوني پړاونو د تیرولو وروسته د ټول ټاکنو پایلې اعلان او په دې توګه د میلونونو افغانانوانتظار ته دې د پای ټکې کیږدي."

د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو له سلو څخه زياتو غړو په دغې غونډه كې په افغانستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له سږنيو انتخاباتو څخه خپل ملاتړ څرګند كړ ويې ويل چې په هېواد كې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د نتايجو د اعلان لپاره په كارده چې د انتخاباتي شكايتونو كميسيون او د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون خپل كار ته پريښودل شي.

په كابل كې د امريكا د متحده ايلاتو د سفارت مرستيال هم تېره ورځ ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړې مركه كې بهرنيان دې ته هڅولي وه چې د ورستيو پايلو د اعلانولو تر وخته پورې دې له حوصلې څخه كار واخلي.

د ملي شورا غړو دغه شان سږني انتخابات يو دموكراتيك انتخابات وگڼل ويې ويل چې په دغو انتخاباتو كې پرته له كومې ويرې هر چا خپل د خوښې وړ كانديد ته خپله رایه وركړې ده.

د افغانستان په ولسي جرګې كې د كندوز ولايت د خلكو استازي معين مرستيال وويل چې په دغو انتخاباتو كې هيڅ ډول ژبنيو او قومي مسايلو ته هم لمن نه ده وهل شوې:

" سږني انتخابات تر پينځو كلونو مخكې انتخاباتو يوه ځانګړنه لري چې هيڅ يو كانديد په كوم قوم يا ځانګړې ژبې پورې تړلى نه و او هيڅ يو قوم په كې مطرح نه و او هر چا د خپلې خوښې وړ كانديد ته خپله رایه وركوله."

دا افغانستان د ملي شورا دغه استازي په داسې حال كې د سږنيو انتخاباتو پروسه شفافه او عادلانه ګڼي او ورڅخه خپل ملاتړ اعلانوي چې يو شمېر كانديدان دا انتقاد كوي چې په انتخاباتوكې درغلي شوې او د انتخاباتي شكايتونو كميسيون هم ويلي چې لا ترواسه دوى ته له دوو زرو څخه زيات شكايتونو ورسيدلي دي چې له پينځو سوو څخه زيات يې داسې دي چې د ريښتيا ثابيتيدلو په صورت كې د انتخاباتو په پايلو اغيز درلودلى شي.
XS
SM
MD
LG