د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

د افغانستان د انتخاباتو په اړه پاریس کې غونډه جوړېږي


د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اخمد ظاهر فقیري وايي نړېواله ټولنه دې د افغانانو د ارادې درناوی وکړي .
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اخمد ظاهر فقیري وايي نړېواله ټولنه دې د افغانانو د ارادې درناوی وکړي .

افغان دولت په پاریس کې د جوړیدونکې غونډې برخه والو ته سپارښتنه وکړه، چې په انتخاباتو کې د افغانانو د ارادې او د هغوې د رایو درناوې وکړي.

دا غونډه د راروانې چهارشنبې په ورځ د فرانسې په غوښتنه په پاریس کې جوړیږي او هغې ته د افغانستان او پاکستان لباره د بیلابیلو هیوادونو ځانګړي استازي وربلل شویدي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پدې غونډه کې به د بحث یوه اساسي موضوع د افغانستان انتخابات وي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات د نړیوالو څارونکو په حضور کې شوي او دوی دا غواړي، چې نړیواله ټولنه د افغانانو غوښتنې ته غاړه کیږدي:

(( ټاکل شوې چې دا غونډه به مهمه وي د افغانستان د انتخاباتو په اړه به په یو ټکي سلا کېږي ، زموږ غوښتنه ترې داده چې دا استازي او نوره نړېواله ټولنه د افغانستان د خلکو ارادو ته درناوی وکړي ))

په راپورونو کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ویل شویدي، چې پدې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا، فرانسې، برتانیې او جرمني ځانګړي استازي برخه واخلي او په افغانستان کې له انتخاباتو وروسته د روانې وضعې په اړه به خبرې وکړي.

په پاریس کې دا غونډه پداسې حال کې رابلل شوې، چې د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه انتقادونو زور اخستی .

د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د معلوماتو له مخې تراوسه پورې دوی په انتخاباتو کې د درغلیواو سرغړونو شاوخوا دوه زره شکایتونه ترلاسه کړې، چې ددوی په وینا د سپیناوي په صورت کې ځینې يې د انتخاباتو په نتایجو اغیزه هم لرلې شي.

خو کله، چې مو ددې غونډې په اړه د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمسیون څخه د هغوې نظر وپوښت هغوې په دې اړه خپله بشپړه بې خبري وښودله.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د شمیرنې بهیر په چټکۍ سره دوام لري او تراوسه پورې شمیرل شوی رایې ښۍ، چې حامد کرزی له خپلو سیالانو ډیر مخکې روان دې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم په یوه خبري غونډه کې، چې د جوړیدونکې غونډې په اړه يې معلومات ورکول وویل، چې د انتخاباتو شمیرل شوې رايې ښيې، چې حامد کرزی له ټولو مخکې روان دې.

هغه همداراز په افغانستان کې له ټولو اړخونو وغوښتل، چې خپل سري شمیرې دې نه خپروي او د انتخاباتو د نتایجو رسمي اعلان ته دې انتظار وکړي.
XS
SM
MD
LG