د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو شکایتونه زیات شول


رمضان بشردوت وايي هم د کرزي او هم د عبدالله په ګټه په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.
رمضان بشردوت وايي هم د کرزي او هم د عبدالله په ګټه په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو کمیسون وویل چې په انتخاباتو کې د درغلیو شا اوخو دوه زره شکایتونه ورته رسیدلې دي.

د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه دشویو شکایتونو شمیر اوس د تېرې اونۍ په مقایسه درې چنده زیات شوی دی ځکه د تېرې سې شنبې تر ورځې پورې د شکایتونو د اوریدو د کمیسون چارواکو ۷۹۰ شکایتونه تر لاسه کړې و .

خو د یکشتبې په ورځ د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو د کمیسون ویاند احمد مسلم خرم خبریالانو ته وویل دوی ته د رسیدلو شکایتونو شمیر دوه زره او شپږ ویشتو ته رسیدلی دی ، چې په دې کې يې ۵۶۷ مهم شکایتونه دي چې د انتخاباتو پر نتایجو اغېز کولای شي او باید تر ټولو مخکې وڅېړل شي .

په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د شویو شکایتونو د شمیر زیاتېدو دا اندېښنې پیدا کړې دي چې ایا بایلونکې کاندیدان به د افغانستان په تاریخ کې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د دویمو مستقیموانتخاباتو نتېجې ومني او کنه ؟ او ایا دا انتخابات به د عامو افغانانو لپاره هم د باور وړ وي کنه؟

تر اوسه پورې د پنځه دیرشو فیصدو رایو لومړنۍ نېتجې اعلان شوې دي، چې ولسمشر کرزي یې ۴۶ فېصده ګټلې دي . او د ښاغلي کرزي مهم سیال عبدالله بیا ۳۱ فېصده رايې تر لاسه کړې دي .

د ولسمشر کرزي انتخاباتي ټیم ویلي دوی فکر نه کوي چې دویم ځلي انتخاباتو ته به اړتیا پېښه شي ځکه د دوی اټکل کوي چې ولسمشر کرزی به په سلو کې له پنځوسو زیاتې رایې خپلې کړي .

خو د کرزي مهم سیالان لکه عبدالله د کرزي انتخاباتي ډله په انتخاباتو کې په درغلیو تورنوي ، او خبرداری یې ورکړي څو چې ددې درغلیو په اړه شفافې څېړنې نه وې شوي د انتخاباتو نتيجه به ونه مني .

د درغلیو په ادعاوو کې په خپل سر د یو یا څو کاندیدانو په ګټه د صندقونو ډکول ، په ځینو سېمو کې دښځو پرځای د سړیو له خوا رایې ورکول ، او په ځینو ځایونو کې د ماشومانو یا کم عمره ځوانانو له خوا د رایو ورکول شامل دي .
همدارنګه د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یو شمیر سیمه ایز کارکونکي هم په دې تورن شوې چې د یوځانګړي کاندید په ګټه یې کار کړی دی .

تېره اونۍ عبدالله عبدالله دوه ځلې خبري غونډو کې څرګند شوی او په کې یې کې یې ولسمشر کرزي او د هغه انتخاباتي ټیم په درغلیو تورن کړل.

خو د ولسمشر کرزي ټیم بیا پر عبدالله او د هغه پر ملاتړ د درغلیو تور لګوي او دوی هم وايي چې په دې اړه يې خپل شکایتونه د شکایتونو د اوریدو کمیسون ته سپارلي دي .

په داسې حال کې چې د رمضان بشردوست او اشرف غني په شان نور مخکښ کاندیدان بیا کرزي او عبدالله دواړه په درغلیو تورنوي .

د هغو دیرشو کاندیدانو ایتلاف چې شپږ تنه یې تر انتخاباتو د مخه د نورو په ګټه تېر شوې په یو ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې له درغلیو ډک انتخابات به په افغانستان کې ناکراری او تاو تریخوالي زیات کړي .

د لومړنیو نتایجو داسې معلومېږي چې تر پنځه نیم میلونو زیاتو کسانو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده، څېړونکې وايي د شکایتونو زیاتېدل به نه ېوازې دا چې د نتایجو اعتبار ته زیان ورسوي بلکې د هغه حکومت مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي چې ددې انتخاباتو په نتېجه کې جوړېږي.
XS
SM
MD
LG