يو شمير كانديدان او د ملي شورا غړي د انتخاباتو د لومړنيو پايلو اعلانول د انتخاباتو د كميسيون له صلاحيتونو څخه نه ګڼي خو د ولسي جرګې اداري پلاوى بيا وايي چې پكار ده دغه كميسيون خپل كار ته پريښودل شي .
د افغانستان د ولسې جرګې اداري پلاوى وايي په داسې حال كې چې د انتخاباتو په اړه يو شمير جنجالونه موجود دي خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په كار كې بايد مداخله ونه شي ، او دغه كميسيون خپل كار ته پريښودل شي .
دا په داسې حال كې ده چې د ولسمشرۍ لپاره يو شمير كانديدان او د ملي شورا يو شميرغړي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون يو شمير كارونو ته د انتقاد ګوته نيسي وايي چې بايد دانتخاباتو لومړنۍ پايلې د شكايتونو تر څيړنو مخكې نه وې اعلان شوې .
خو د ولسي جرګې لومړى منشي عبدالستار خواصي وايي چې :
(( زما په اند دا چې دا كميسيون يو خپلواك كميسيون دى بايد كارونه يې د قانون له مخې تر سره شي او كه څوك يې په كار كې مداخله هم كوي بايد تر دې حده نه وي چې د دوى كار ټكنى كړي . ))
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د تيرې سې شنبې په ورځ د انتخاباتو د لومړنيو پايلو د اعلانولو چارې پيل كړې خو يو شمير كانديدان او د ملي شورا غړي په دې نظر دي چې له وخته مخكې د دغو پايلو اعلان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د صلاحيتونو څخه نه وو .
د ولسي جرګې يو غړي سردارمحمد اوغلي هم د انتخاباتو د خپلواك كميسيون دغه كار ته د انتقاد ګوته نيسي .
((د انتخاباتو په اړه د شكايتونو تر څيړلو د مخه د پايلو اعلانول د خلكو سترګو ته خاورې شيندل دي او هغه څه چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون يې كوي دا له قانون څخه سرغړونه ده او د افغانستان خلك به د دغو خپل سريو په وړاندې جدي غبرګون وښيي .))
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د انتخاباتو د لومړنپو پايلو اعلان د دغه كميسيون له صلاحيتونو څخه ګڼل كيږي او كوم رایې چې تر اوسه اعلان شوي په هغو حوزو پورې تړاو نه لري له كومه چې د درغلۍ راپورنه رارسيدلي دي .
د انتخاباتو خپلواك كميسيون د لومړنيو پايلو د اعلانولو په دوام د شنبې په ورځ وويل چې لا تر اوسه په څلور ديرش ولايتونو كې په سلو كې پينځه ديرش رايې شميرل شوي چې له دغو څخه ډيرى رائې حامد كرزي او عبدالله عبدالله خپلې كړې دي .
بل خوا د انتخاباتي شكايتونو كميسيون ويلي چې د شكايتونو د څيړلو كار دوام لري او تر اوسه پورې له دوو زرو څخه زيات شكايتونه دغه كميسيون ته رسيدلي دي .
چې ويل كيږي يو شمير شكايتونه جدي دي او د انتخاباتو په پايلو خپل اغيز درلودلى شي .
په دې اړه چې د انتخاباتو کمیسون د شکایتونو تر څېړنې مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو اعلان پیل کړی بیلابېل نظرونه موجود دي.
ډېر لوستل شوي مطالب
۱