د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۱

د پنځه دیرش فېصده رایو لومړني نتایج اعلان شو


نن په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارالانشاء مشر داود علي نجفي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څو فیصده نورو راییو ابتدایي نتایج هم اعلان کړل.

له دې سره د اعلان شویو رایو شمیرپه سلو کې پنځه دیرشو ته ورسېده چې لومړني نتایج یې تر اوسه اعلان شوې دي.

په نویو اعلان شویو شمیرو کې ولسمشر کرزي یو څه نور هم له خپلو سیالانو مخکې شوی دی . او تراوسه یې د شمیرل شویو رايو څخه ۴۶،۲٪رايې خپلې کړي په داسې حال کې چې د نوموړي مهم سیال عبدالله عبدالله بیا ۳۱،۴٪رايې ترلاسه کړي دي.

د ښاغلي نجفي په وینا په شمېرل شویو رایو کې دوه میلونه یو سلو څلوېښت زره شپږ سوه درې څلوېښت رایې د تاید وړ دي .

درې اویازره څلور سو نهه نوي رايې باطلې شوې دي .

همدا رنګه هغه کاندیدانو ته چې له کاندیدۍ د نورو په ګټه تېر شوي هم په شمېرل شویو رایو کې څلور دیرش زره څلور سوه لس رايې ورکړل شوې چې دا هم باطلې اعلان شوې .


د هغو نتایجو له مخې چې تر اوسه اعلان شوې د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندیدانو په لاندې توګه رایې خپلې کړې دي:

حامد کرزی :۹۴۰۵۵۸/ نهه سوه ، څلوېښت زره پنځه سوه اته پنځوس رايې.

عبدالله عبدالله : ۶۳۸۹۲۴/شپږسوه اته دیرش زره نهه سوه څلورویشت رايې.

رمضان بشردوست: ۲۷۷۴۰۴/دوه لکه اووه اویه زره څلور سوه څلور رايې.

اشرف غني :۴۸۲۷۵ /اته څلوېښت زره دوه سوه پنځه اویا رایې.

میرویس یاسني :۲۳۰۵۹ /درېویشت زره نهه پنځوس رایې.

شهنواز تڼي : ۱۳۵۱۲/ دیارلس زره پنځه سوه دولس رايې.

عبدالسلام راکټي : ۸۲۵۰/ اته زره دوه سوه پنځوس رايې .

پاتې نور کاندیدان : ۸۲۰۰۰ /دوه اتیا زره رايې.
XS
SM
MD
LG