د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۲

افغانزی: تر اوسه نوي په سلو کې محافظتي کڅوړې مرکز راانتقال شوي


محمد فرید افغانزی وايي، د محاسبې په ملي مرکز کې هره ورځ له اوو سوو نه تر اوه نیم سوو پورې محافظتي کڅوړې له قانوني مرحلو نه تیریږي.
محمد فرید افغانزی وايي، د محاسبې په ملي مرکز کې هره ورځ له اوو سوو نه تر اوه نیم سوو پورې محافظتي کڅوړې له قانوني مرحلو نه تیریږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د محاسبې ملي مرکز وايي، د هغو محافظتي کڅوړو چې د رایې ورکولو فورمې په کې دي، د انتقال پروسه روانه ده .

دوی وايي چې پنځه نوي فیصده یې تراوسه پورې د کمیسیون له ولایتي مرکزونو څخه دغه مرکز ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه اړیکو ريیس محمد فرید افغانزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د محاسبې په ملي مرکز کې هره ورځ له اوو سوو نه تر اوه نیم سوو پورې محافظتي کڅوړې له قانوني مرحلو نه تیریږي:

"تراوسه پورې نوي، پنځه نوي فیصده محافظتي کڅوړې چې د رایې ورکولو په هر مرکز کې یوه دانه وي، د محاسبې ملي مرکز ته رارسیدلي دي. نورې به هم د نن ورځې تر پایه او یا هم تر سبا پورې راورسیږي.

دلته له اوه سوو نه تر اوه نیمو سوو پورې محافظتي کڅوړې له قانوني پړاونو تیریږي."

افغان زي وويل، د رایې ورکولو ټول صندوقونه چې په منځ کې یې محافظتي کڅوړي وي، د څارونکو په مخ کې پرانستل کیږي، له محافظتي کڅوړو نه د رایې ورکولو فورمې راویستل کیږي او له څیړنې وروسته یې نتایج د اطلاعاتو او ارشیف په څانګه کې ثبت کیږي.

د محاسبې یا د نتایجو د اعلان ملي مرکز دوه ارشیفه او دېرش کارکوونکي لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتایجو خپرول د تېرې سه شبنې په ورځ پیل کړي دي.

کمیسیون ورځ په ورځ د تازه شمیرل شویو رایو نتایج اعلانوي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج د وږي یا سنبلې د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG