تېره اونۍ د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل دا انتخابات ورته بریالي انتخابات ښکاري .
خو له هغې را وروسته په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه نورې ادعاوې رابرسېره شوې او دا هم څرګنده شوه چې په انتخاباتو کې کمو کسانو برخه اخیستې وه .
د سپینې ماڼۍ ویاند بېل برټن ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوباما خو به ددې انتخاباتو په اړه پر خپله لومړنۍ ارزونه پېښېمانه نه وي؟ وویل :
د ولسمشر نظر دا دی چې موږ د بل هر چا په څېر د انتخاباتو د وروستیو نتایجو د اعلان په تمه یوو.
نوموړي زیاته کړه : موږ فکر کوو هغه سیستم به چې په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوې د څېړنې لپاره جوړ شوی کار وکړي . او موږ هم د نورو په څېر ددې پروسې په تمه یوو .
تر اوسه پورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د اولس فېصده رایو لومړني نتایج اعلان شوې چې له مخې یې حامد کرزي په سلو کې ۴۲ رايې او د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدالله عبدالله په سلو کې دری دیرش رايې ګټلې دي.
په انتخاباتو کې د خلکو ګډون هم کم ښکاري او داسې څرګندېږي چې له په شرايطو پوره کسانو څخه به په سلو کې دیرشو یا پنځه دیرشو خپله رایې کارولې وي.
د خلکو دا کم ګډون هم د هغه چا مشروعیت تر پوښتنې لاندې را وستلی شي چې له دې انتخاباتو وروسته به ولسمشر اعلانېږي.
که څه هم په ځینو سېمو لکه د افغانستان په شمال کې خلکو په انتخاباتو کې پراخ ګډون کړی و خو په ځینو نورو سېمو کې بیا طالبان په دې توانیدلې وو چې ګڼ شمېر خلک د رای ورکونې مرکزونو ته له ورتګ منعه کړي .
له انتخاباتو وروسته د درغلیو په اړه تر ټولو ډېر شکایتونه د عبدالله عبدالله له خوا شوی دی . دا په داسې حال کې ده چې د اشرف غني په شان د ولسمشرۍ د څوکۍ نور کاندیدان بیا خپله د عبدالله عبدالله ملاتړي هم په ځینو سېمو کې په انتخاباتو کۍ په درغلیو تورنوي .