د كابل ښاراوسيدونكي غوښتنه كوي چې بايد له ديوالونو، پايو او نورو ځايونوڅخه د كانديدانو تصويرونه ډير ژرلري شي ترڅو كابل ښار بېرته خپل لومړنى ښاييست غوره كړي.
د ښار اوسیدونکي په دې هکله داسې وایی:
" دا ټول تصویرونه باید ختم شي ، دا تصویرونه نور د مسخرې سبب شوی او ټول دیوالونه یی لړلي ، زه یې نورضرور نه ګڼم چې دا تصویرونه د پر دیوالونو پاتې شي او مناسبه نه برېښې چې دا عکسونه دې پر دیوالو همداسې زوړوند وي."
د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو انتخاباتي مبارزې د جوزا يا غبرګولي له شپږ وېشتمې نېټې پېل او د اسد يا زمري د مياشتې تر شپږ ويشتمې پورې يې دوام وكړ.
په دغو دوو مياشتو كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو كانديدانو په كابل ښار او د افغانستان په ډيرشمېر نورو سيمو كې د خلكو د كورونو، په دولتي اوغيردولتي ودانيو، د خلكو په دكانونو او نورو ځايونو كې پرته له دې چې له خلكواجازه واخلي خپل تصويرونه او تبليغاتي پاڼې سريښ كړې.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايې چې په كابل ښار كې د كانديدانو د تبليغاتي پاڼو او تصويرونو د لرې كولو مسووليت د كابل ښاروالۍ لري اوبايد چې په چټكۍ سره دا كار ترسره كړي.
خو د كابل ښاروالۍ وايې چې دوى يوازې په كابل ښاركې د بيلبورډونو يا په پايو كې د لويو نصب شوو تصويرونو د لرې كولو مسووليت لري نه د نورو تبليغاتې پاڼو.
د كابل ښاروالۍ د تنظيفاتو ريس نثاراحمد حبيبي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو سره په مركه كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو له كانديدانو نه په ټينګه غوښتنه وكړه چې په غير اصولي توګه خپل سريښ كړي تصويرونه او تبليغاتي پاڼې په خپله له ښارنه لري كړي:
"مونږ له بيلبورډونو سره ستونزه نه لرو بلكې د شخصي كورونو، دولتي ودانيو او په كوڅو كې له تصويرونو سره ستونزه لرو.
كه مونږ خپل كاركوونكي د دغوتبليغاتي پاڼو په پاكولو وګمارو نو د كابل ښار د پاكولو كار به په يوه اونۍ كې څوك وكړي، مونږ هيله من يو لكه څنګه چې ګرانو كانديدانو په غيرقانوني توګه خپل تصويرونه سريښ كړي په هماغه ډول كسان وګماري او دا تصويرونه او تبليغاتې پاڼې د كابل ښارله ديوالونو څخه لري كړي."
د جمهوري رياست د لسګونواو د ولايتي شوراګانو د زرګونو كانديدانو تصويرونه يوازې په كابل ښاركې نه دي نصب شوي بلكه د دوى تصويرونه او نورې تبليغاتې پاڼې د افغانستان په نورو ښارونو او حتى په ډيرشمېر كليو كې هم لګول شوې دي.
خو لا تراوسه كانديدانو د دغوتصويرونو د لرې كولو په برخه كې هيڅ پاملرنه نه ده كړې.
په كابل ښار کې سربيره د افغانستان په نوروسيمو كې هم خلك غوښتنه كوي چې بايد د كانديدانو تبليغاتي تصويرونه او پاڼې ژر تر ژره له ديوالونو څخه لرې شي ترڅوهر ښاراو هره سيمه بيرته خپله اصلي ښكلا ترلاسه كړي.