د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۳

د اولس فیصدو رایولومړني نتایج اعلان شول


د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا مشر داود نجفي د اوه فیصده نورو شمېرل شویو رایو نتایج اعلان کړل.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا مشر داود نجفي د اوه فیصده نورو شمېرل شویو رایو نتایج اعلان کړل.

نن په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارالانشاء مشر داود علي نجفي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د اوه فیصده نورو راییو ابتدایي نتایج هم اعلان کړل.

د ورکړل شویو رایو په سلو کې د لسو رایو لومړني نتایج پرون اعلان شوي وو چې له ننیو سره د اعلان شویو رایو شمیرپه سلو کې اولس عشاریه دوو ته ورسېده.

د هغو نتایجو له مخې چې تر اوسه اعلان شوې د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندیدانو په لاندې توګه رایې خپلې کړې دي:

حامد کرزی :۴۲۲۱۴۰/ څلورسوه او دوه ویشت زره یوسلو څلوېښت رايې.

عبدالله عبدالله : ۳۳۰۷۱۱/درې سوه دیرش زره اوه سوه یولس رايې.

رمضان بشردوست: ۱۰۸۱۵۸/یولک اته زره یو سلو اته پنځوس رايې.

اشرف غني :۲۷۶۹۹ /اوه ویشت زره شپږ سوه نهه نوي رایې.

میرویس یاسني :۶۰۴۹ /شپږ زره نهه څلوېښت رایې.

حبیب منګل : ۴۶۳۱/ څلور زره شپږ سوه او یودیرش رايې.

فروزان فنا : ۴۴۶۵/څلور زره څلورسوه پنځه شپیته رايې .

پاتې نور کاندیدان : ۳۷۹۴۹/اوه دیرش زره نهه سوه او نهه څلوېښت رايې.

د سې شنبې په ورځ چې د لس فېصدو رایو نتایج اعلان شوې وو نو د ځینو کاندیدانو د کمپاینونو چارواکو چې دا بهیر يې څاره په دې اړه بېلابېل غبرګونونه په ډاګه کړل.
د ځینو کاندیدانو د کمپاین مسولین چې په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې لري، وايي چې د وروستیو نتایجو په انتظار کې دي او په لومړنیو هغو څه نه شي ویلی.

د جمهوري ریاست د یوه مطرح کاندید عبدالله عبدالله د کمپاین ویاند فاضل اقا سانچارکي د چهار شبنې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د لسو فیصدو رایو اعلان شوی نتایج یې له هغو راپورونو سره سمون نه خوري چې د دوی څارونکو د رایې ورکولو له مرکزونو برابر کړي دي.

سانچارکي همدا راز د اعلان شویو نتایجو په اړه ځینو نور ملاحظاتو ته هم اشاره وکړه:

"د لسو فیصدو رایو اعلان د ټولو رایو څرګندوي نه کوي. موږ ته څو موضوعات روښانه نه وي.
یو دا چې د هېواد د جنوب او جنوب ختیزو سیمو څومره رایه په دې شمارل شویو کې شامل دي، ځکه چې هلته پراخې درغلۍ شوې دي.
همدا راز دا اعلان زموږ د څارونکو له راپورونو سره چې موږ ته یې استولی دی، توپیر لري.
په هر صورت موږ د وروستیو نتایجو د اعلان په انتظار پاتې کیږو."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو د سې شنبې په ورځ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لسو فیصدو رایو چې شمېرل شوې وې، نتایج اعلان کړل.
د لس فیصده ابتدایي رایو د نتیجو له مخې حامد کرزي دوه لکه دولس زره رایې خپلې کړي دي او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبداله عبداله دوه لکه دوه زره رایې لري.
په دوی پسې رمضان بشر دوست او اشرف غني احمدزي نسبتا ډیرې رایې خپلې کړي دي.

د سرور احمد زي په نوم د جمهوري ریاست یوکاندید بیا اعلان شوي نتایج له سره نه مني.

نوموړي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په انتخاباتو کې پراخې درغلی شوي دي او که چیرې نړیواله ټولنه دا موضوع ونه څیړي نو په سوله اېزو مظاهرو به لاس پورې کړي.

د جمهوري ریاست یو بل کاندید میرویس یاسیني هم دغه نتایج نه مني. دی وایي:
"د انتخاباتو دغه لس فیصده نتیجې چې اعلان شوي دي، اصلاً په تاریخ کې ساری نه لري، په دې معنی چې دا جوړې شوې نتیجې دي او د جوړې شویو نتیجو لپاره همداسې په کار ده چې باید لس لس فیصده را اوباسي، تر څو د خلکو احساسات کنټرول کړي. دا یو مسخره وه او متاسفانه په دې کې درغلۍ شوي دي، درغلۍ یوازې حکومت نه بلکې نورو کړیو هم کړي دي."

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د انتخابات بریالي و او په دومره اندازه درغلۍ په کې نه دي شوي چې د هغو په نتایجو دې تاثیر وکولای شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې دوی به د رایې له شمېرلو سره سم وخت په وخت د هغو نتایج خبري رسنیو ته اعلان کړي.

د دغه کمیسیون چارواکو له کاندیدانو غوښتي، چې که چیرې له اعلان شویو نتایجو سره موافق نه وي، دوی ته دې مراجعه وکړي او که اعتراض ولری نو د شکایتونو د اوریدلو کمیسیوته دې ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG