د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان د یو شمیر سیاسي ډلو استازي د لیندۍ یا قوس په میاشت کې راغونډ شول دوی د ملګرو ملتو په مرسته د منځمهالې ادارې بنسټ کېښود او سره سلا شول چې په دیارلس سوه درې اتیایم لمریز کال کې به د انتخاباتو له لارې افغان ولسمشر ټاکل کیږي.
له دې پریکړې وروسته بیا د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره منځمهالې ادارې او بیا وروسته انتقالي دولت یو لړ هڅې وکړې چې همدې هڅو انتخاباتو ته لاره هواره کړه. له دغو هڅو یو هم وضع شوي قوانین دي چې اصلي قانوني منبع لومړی هم د دوه زره اتیایم کال د لیندۍ د پنځلسمې نیټې د بن پریکړه ده، دوهمه قانوني منبع د افغانستان د اساسي قانون تصویبیدل دي چې د دیارلس سوه دوه اتیایم کال د جدي په څوارلسمې نیټې د لویې جرګې له لورې تصویب شو، دریم د افغانستان د سیاسي ګوندونو قانون دی چې هغه هم د اساسي قانون پر کال تصویب شو، څلورم د دیارلس سوه درې اتیایم کال د جوزا په اووه ویشتمې نیټې د انتخاباتو نافذ شوی قانون دی چې په دولسو فصلونو کې خپور شو، پنځم د خبري رسنیو قانون دی ، بل د افغانستان د تابعت قانون دی چې دا په نښه کوي چې څوک افغان دی.
یو لړ فرمانونو هم د انتخاباتو له ترسره کیدو سره مرسته کړې ده. په دغو فرمانونو کې د افغانستان د انتخاباتو د لنډمهال کمسیون فرمان دی همداراز د انتخاباتو د تنظیم د ګډ دفتر فرمان ، د انتخاباتي حوزو د تعینیدو فرمان، د رایي ورکوونکو د نوم لیکلو فرمان او په ژمی په انتقالي دوره کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د ترتیب او سمون فرمان دی چې ددغو فرمانونو او قوانینو ترڅنګ یو شمیر نور اصول وټاکل شول چې یو یې د سیاسي ګوندونو نوم لیکنه بیانوي بل اصل د رایي ورکوونکو د نوم لیکنې په ترڅ کې د سرغړونکو لپاره اصول دي ، همداراز د جمهوري ریاست د کاندیدانو لپاره اصول وټاکل شول.
قوانین، اصول ، فرامین او پریکړې هغه وخت اغیز شیندي او تطبیقیږي چې اذهان ورته مساعد وي نو که چیرته د افغانانو په څو زره کلن زاړه تاریخ کې دیموکراتیکو هڅو ته پام وکړو جرګې یو اصل بلل کیدای شي خو د نوې لویدیځې دیموکراسۍ زړی د اعلیحضرت محمد ظاهره شاه په پاچاهۍ کې د شاه محمود خان د صدارت په وخت کیښودل شو. شاه محمود خان چې په دیارلس سوه پنځه ویشتم کال صدراعظم شو له دې نیټې وروسته پاچا او ده دواړو په خپلو ویناوو کې دیموکراسي یادوله او کال وروسته د ښاروالي قانون د سري او کتبي انتخاباتو پر بنسټ تصویب شو ددغه قانون تطبیق بیا بل کال وخت ونیو او په کابل او نورو ښارونو کې پلی شو. د ښاروالي د انتخاباتو په بل کال د شورا د انتخاباتو نوبت راورسید .
د ځینو تاریخ لیکونکو په وینا حکومت د پخوا په څېر په انتخاباتو کې مداخله ونه کړه.
په کابل کې د مطبوعاتو د مستقل رییس سید قاسم رښتیا په وړاندیز د بلدیې ریاست ته وظیفه ورکړل شوه چې د دوو وکیلانو تر منځ انتخاب دې د بلدیې د انتخاباتو په څېر په سري او کتبي ډول اجراء شي. که څه هم پر دغو انتخاباتو یو شمیر تاریخ پوهانو انتقاد کړی دی خو د ډیرو په باور پارلمان ته د معاصر افغانستان یو شمیر منلي شخصیتونه لکه عبدالحی حبیبي، صلاح الدین سلجوقي،ګل پاچا الفت،غلام محمد غبار او یو شمیر نورو لاره وکړه د شورا مشري ته هم د افغانستان یو بل منلی شخصیت عبدالهادي خان داووي وټاکل شو. همدغو انتخاباتو د ظاهرشاه د پاچاهۍ د دیموکراسۍ لسیزې ته لاره هواره کړه او د دیارس سوه دري څلویښتم کال د اساسي قانون تصویب ته، چې یوه امریکایي افغان پیيژندونکي په ګردو اسلامي هیوادو کې د وخت تر ټولو ښه قانون بللی وو.
د دیموکراسۍ په لور د ظاهرشاه د پاچاهۍ منډې د ځینو کارپوهانو په وینا دومره هم نه وې چې په بشپړه مانا د یوه جمهوري نظام بنسټ کیږدي او شاهي نظام په جمهوري نظام واړوي او بیا د څه باندې دریو وروستیو لسیزو ناخوالو خو د دیموکراسۍ ایښی تهداب هم ونړاوه. البته ځیني سیاستوال بیا وایي چې د مطبوعاتو له نړیوال کیدو سره اکثر ولسونه اوس پوه شوي دي چې دیموکراسۍ ته باید مخه کړي . افغانان هم جرګو، د دیموکراسۍ څه تجربو د پرمختللیو ولسونو له راز څخه خبریدو او په هیواد کې دننه د دیموکراسۍ ضد قوتونو ناکردو وپوهول چې دیموکراسي ته مخه کړي او په خپلو رایو ولسمشر وټاکي.