د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۷

د افغانستان انتخابات شېبه په شېبه


په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د سهار اووه بجې رایي اچول پیل شول.

ولسمشر کرزي هم خپله رایه وکاروله

تر اوسه چې له کومو سیمو د ازادۍ راډیو خبریالانو رپوټونه راکړي دي په مزارشریف کې ګڼو خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده. د کابل ښار په مختلفو سیمو کې هم ډیرو خلکو برخه اخیستې ده او د کابل د ښار په څنډو کې له هود خیل او نهمې ناحیې څخه هم ورته رپوټونه لرو چې د نارینه واو ښځینه و ګډون پراخ دی.

په ځینو سیمو کې لکه خوست کې زموږ د خبریال په وینا لږ خلک رایي ورکوي. د ازادۍ راډیو خبریال له دغه ولایته څرګندوي چې علت یې دا دی چې ښار ته د ښآر له څنډو د ټولو نقلیه وسیلو ننوتل منع دي او ترڅو چې خلک رارسیږي وخت غواړي.

له کندهاره بیا زموږ خبریال وویل چې د زرغونې انا په لیسه کې ډیرو نجونو او میرمنو رایي ورکړې خو د سهار تر یوه وخته ډیر نارینه نه ښکاریدل چې رایي ورکوي.

تر اوسه په یادو شویو ستونزو کې دوې ستونزې ډیرې مطرح شوې دي. په اوو بجو په یو شمیر سیمو کې د رایي ورکونکو مرکزونه منظم نه و، په غزني کې مثلا په اووه او شل دقیقو لومړۍ رایه واچول شوه، د مزارشریف په سلطان رضیه لیسه کې تر اووه او څلویښت دقیقو ورې رایي نه وې ورکړل شوې، د کابل په ازاد خان لیسه کې هم لومړیو شیبو کې رایي ورکول نه وو پیل شوي.

د دغه ځنډ علت د ازادۍ راډیو د خبریالانو په وینا د رای ورکولو په مرکزونو کې بې نظمي یاده شوې ده.

د رايې ورکونې مرکزونو کې د سهار له وخته خلکو کتارونه جوړ کړې و



بله ستونزه د هغې وسیلې ده چې د رایي ورکوونکي کارت پرې مثلث ډوله سوری کیږي. دا ستونزه هم د کابل په زرغونې لیسې کې وه، هم په مزارشریف کې ، هم په کندهار کې او د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مسوولانو ازادۍ راډیو ته وویل چې دا مشکل شته او ژر ترژره به یې حل کړو.

XS
SM
MD
LG