د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۴

نن افغانان خپل راتلونکې ولسمشر ټاکي


دا کسان په دېوال لګېدلی هغه پوسټر ګوري چې په کې د رای ورکونې په اړه لارښونې شوې.
دا کسان په دېوال لګېدلی هغه پوسټر ګوري چې په کې د رای ورکونې په اړه لارښونې شوې.

نن د افغانستان په ګوټ ، ګوټ کې په میلونو خلک د رای ورکونې مرکزونو ته ورغلي او د خپل هېواد د راتلونکې ولسمشر او د ولایتي شوراګانو د استازو د ټاکنې لپاره رایې ورکوې .


دا ددې هېواد په تاریخ کې دویمه پلا ده چې افغانان په مستقیمه توګه د خپل ولسمشر او ولایتي شوراګانو د استازو د ټاکنې لپاره رایې ورکوي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي د نن ورځى ټاكنو ته يې پوره چمتوالى نيولى دى.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا ریيس داوود علي نجفي چې د انتخاباتو څخه يوه ورځ مخكې د دې ټاكنو لپاره د خپل چمتوالي په اړه خبرى كولى وويل، چې اتيا په سلو كې د رايو وركولو مركزونو ته د انتخاباتو د دې بهير ضروري مواد رسيدلي او د ورځى ترپايه به دا مواد سل په سلو كې مركزونو ته انتقال شي:
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا ریيس داوود علي نجفي


"د مواد لېږدېدل کابلو اتیا فیصده د رایو ورکولو مرکزونو ته بشپړ شوي دي او شل فيصده چې پاتي دي، هغه دنږدې ولايتونو دي او تر مازیګره به ورته ورسيږی."

ښاغلي نجفي وويل د فراه، نيمروز، نورستان او بدخشان د ولايتونو په ځينو ولسواليو كې دوى ځيني ستونزې او خنډونه درلودل، خو د ده په وينا د دې ګواښونو په وړاندې اساسي ګامونه پورته شوي دي.

ده يوار بيا د دې كميسيون په استازيتوب خلكو ته ډاډ وركړ چې په خونديتوب سره د انتخاباتو ترسره كېدو ته لازم تدابير نيول شوي او خلك كولاى شي په ارامه توګه په انتخاباتو كې ګډون وكړي.

داود نجفي وويل كه په احتمالي توګه په يو مركز كې كومه پېښه كيږي بيا به هماغه وخت تصميم ونيول شي چې د دې مركز راى وركونه دوام ومومي او كه نه:

"که په یوه مرکز کې پېښه وشي، د مرکز رييس دنده لري چې وضعیت وڅېړي او د سيمې او یا د ولایت ناظم ته خبر وکړي، که هلته د رایو ورکولو امکانات نه و، نو رای په کې نه اچول کیږي او تصمیم نیول کیږی چې یا د دوهم ځل لپاره فعال شي او یا ورته نور تدابیر ونیول شي."

د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د سبا ورځې د انتخاباتو د څارنې لپاره يې ۲۷۰ كورنيو او بهرنيو څارونکیو ته د کار اجازه ورکړې ده.

كه څه هم د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او امنيتي ارګانونو له لوري خلكو ته په خوندي چاپيريال كې د انتخاباتو د سرته رسېد ډاډ وركول كيږي.
خو ویل کېږي چې په كابل او نورو ولايتونو كې د ناکراریو وروستيو پېښو خلك ويرولي دي.

د حکومت دامنیتي ادرو چاروکي وايي دوی د انتخاباتو د امنیت د ساتنې لپاره په زرګونو امنیتي کسان د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو ګمارلي او خلکو ته ډاډ ورکوی چې د انتخاباتي مرکزونو امنیت به په کلکه وساتي.

حکومت له خلکو غوښتي چې په ډاډه زړه دې رايې ورکړي ، او د امنیت په اړه دې اندېښنه نه کوي .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کای ایډه ، او د یو شمیر نورو حقوقي ټولنو مشرانو هم په افغانانو غږ کړی چې په انتخاباتو کې دې پراخ ګډون وکړي .

ټاکل شوې چې د رایو وروکونې بهیر سبا سهار اوه بجې پیل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG