د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

فهیم حکیم: سرغړونکې کاندیدان به له لېست څخه وویستل شي


د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمسیون یو غړي فهیم حکیم ، د سې شنبې په ورځ د دغه کمسیون ولایتي کار کوونکو ته د انتخاباتي سرغړونو په اړه د روزنیز سمینار د دویم پړاو د پرانستلو په مهال خبریالانو ته وویل، چې په هېواد کې د انتخاباتي مبارزو له پېل راهیسې دوي په مجموع کې درې سووه او یا شکایتونه ترلاسه کړي دي.

ښاغلي حکیم وویل، چې دوي د ترلاسه شویو شکایتونو له سپیناوي وروسته ځینې کاندیدان نقدي جریمه کړي خو که چیرې سرغړونو دوام وکړ نو دغه کمسیون به د قانون په رڼا کې د دوي په وړاندې سخت چلند وکړي:
"دا مجارات او جرمانې په دې معنې نه دي، که چیرې له دې وروسته هم سرغړونې دوام وکړي نو کمسیون به ورته چلند کوي.
که چېرې سرغړونې دوام مومي نو د مجازاتو او تحریماتو سر حد ان د کاندیدانو له لیست څخه د دوي د نومونو په حذف کولو پورې هم رسیدلی شي."

ښاغلي حکیم وویل، چې په ور رسیدلو شکایتونو کې زیاتره يې له دولتي امکاناتو څخه د ناوړه ګټه اخستنې، له یو ځانګړي کاندید څخه د دولتي چارواکو د ملاتړ، د کاندیدانو د ګواښولو او په خپله د دغه کمسیون د ځینو کار کوونکو په اړه وو، چې له ځینو کاندیدانو سره يې اړیکې درلودلې.

هغه وویل، ددوي د کار کوونکو په اړه د شویو شکایتونو له سپیناوي وروسته يې دوي له دندو ګوښه کړي او اوس دوي د دې کمسیون غړي نه دي.

هغه دا هم وویل، چې دغه کمسیون حق لري، چې د سرغړونې د نوعیت په پام کې ساتلو سره یو کاندید تر یو لکو افغانیو پورې جریمه کړي او له هغې بره بیا موضوع د افغانستان عدلي ادارو ته سپارل کیږي.

هغه لوی څارنوالۍ ته د ځینو کاندیدانو د ور پیژندلو یادونه هم وکړه خو د هغوې هویت يې څرګند نه کړ او ویویل:

"تراوسه پورې شپږ قضې لوی څارنوالۍ ته ارجاع شوی دي، مونږ هیله مند یو، چې د لوی څارنوالۍ له څیړنو وروسته دا روښانه شي، چې دا تورونه قانوني اړخ لري او که څنګه څو وروسته بیا دوی وکولې شي د هغوی هویت څرګند کړي."

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمسیون دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې انتخاباتو ته یوازې یوه نیمه اونۍ پاتې ده او د کتونکو په باور په دې لنډه موده کې د دې امکان نشته، چې د کاندیدانو دوسیې په عدلي ادارو کې تعقیب شي.

خو د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمسیون بیا په دې باور دې، چې دا بهیر په کاندیدانو خورا زیات اغیز لري او هغوی اړ باسي، چې له سرغړونو ډډه وکړي.
XS
SM
MD
LG