د بریتانیا او ایران حکومتونو پر یوه بل سخت انتقادونه کړي دي. دا اعتراضونه په داسې وخت کې شوي دي چې په تهران کې د جون د دولسمې نیټې له انتخاباتو وروسته د نیول شویو مظاهره کوونکو محاکمه بیا پيل شوې ده او په نیول شویو کسانو کې یو هم حسین رسام دی چې په تهران کې د بریتانیا د سفارت سیمه ییز کارکوونکی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دیوید میلبنډ د ښاغلي رسام محاکمه یو پاروونکی اقدام وباله خو بل لورته د ایران دولتي ورځپاڼې کیهان نن بیا دا خبره خپره کړه چې د بریتانیا سفارت د جون د دولسمې نیټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته په مظاهرو کې لاس درلود. د کیهان په وینا لندن د واشنګتن او تل ابیب په همکارۍ دا کار کړی دی.
په ایران کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د اپوزسیون مشرانو میرحسین موسوي او مهدي کروبي د درغلیو تور پوري کړ له دوی سره د ایران پخوانی ولسمشر محمد خاتمي هم ملګری شو او د تهران په ګډون د ایران په مختلفو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې چې د دولتي اژانسونو په وینا په دې مظاهرو کې شپږویشت تنه ووژل شول او په سلګونو نور توقیف شول.
د ایران د سپاه انقلاب مشر د رامنځته شویو شخړو په تور د میر حسین موسوي او محمد خاتمي د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.
دولتي اژانس ایرنا د ید اله جواني په وینا وایي چې دغو دوو مشرانو د مخملي انقلاب مشري کړې ده او غوښټل یې چې مذهبي مشران بې واکه کړي. ښاغلي جواني همداراز د مهدي کروبي د محاکمه کولو غږ کړی دی.
په تهران کې د بریتانیا د سفارت کارکوونکی حسین رسام د شنبه په ورځ له یوه فرانسوي استاد، کلوتیلد رېسس او په تهران کې د فرانسې د سفارت د کلتوري څانګې کارکونکی نازک افشار په محاکمې کې ښکاره شول.
د ایران د پولیسو مشر د یکشنبه په ورځ وویل چې د مظاهرو په ترڅ کې نیول شوي کسان شکنجه شوي دي خو هغه کسان چې مړه شوي دي هغوی د ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دیویډ میلبنډ وویل چې دا یو مخ له عدالته لرې محاکمه ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ته هم د تهران په سفارت کې د خپل ایراني کارکوونکي د ژر تر ژره خوشي کیدو غوښتنه کړې ده او په سویډن کې د اروپایي ټولنې ریاست بیا ویلي یې دي چې دا محاکمه د اروپآیي ټولنې د ټولو اوویشت غړیو هیوادونو پرضد اقدام دی او بل مثل ځواب به ورته وویل شي.