د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

ایراني پولیسو مظاهره چیان تیت پرک کړل


ایراني پولیسو تیره ورځ هغه زرګونه مظاهره چیان تیت او پرک کړل چې د لانجمنو انتخاباتو په وروستي تاوتریخوالي کې د وژل شویو کسانو د غمرازۍ لپاره په یوه هدیره کې راغونډ شوي و.

د راپورونو له مخې پولیسو یو شمیر مظاهره کونکي هم نیولي دي.

عیني شاهدانو وویل پولیسو د اصلاح غوښتونکو مشر میر حسین موسوي دې ته اړه کړ چې د تهران په جنوب کې د غمرازۍ له دغو مراسمو څخه
ووځي.

میر حسین موسوي او مهدي کروبي دواړو غوښتل، د هغو وژل شویو مظاهره کونکو له قبرونو کتنه وکړي چې په وروستیو انتخاباتو کې واک ته د احمدي نژاد د بیا رسیدو پر ضد په پاریدلو مظاهره کې ووژل شول.

تر دې مخته د ایران د کورنېو چارو وزارت ددغه مشر هغه غوښتنه رد کړې وه چې ددې پېښې د قربانیانو د ماتم په مراسمو کې یې د برخې اخیستو لپاره کړې وه.

د متحد ایالاتو د بهرنېو چارو وزارت وایي، دهغو کسانو په وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو د حملې خبرونه د اندېښنې وړ دي چې غوښتل یې ددغه هېواد تر انتخاباتو وروسته په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو د ماتم په مراسمو کې ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG