د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۳

م.م. نړیوالې ادارې اوځواکونه دې افغان تولیدات واخلي

نیلاب مبارز
نیلاب مبارز
ملګرو ملتونو يو ځل بيا په افغانستان كې له ټولو نړيوالو ادارو او بهرنيو ځواكونو څخه غوښتي دي چې له افغاني توليداتو څخه دې استفاده وكړي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو يوې وياندې ډاكټر نيلاب مبارز نن ازادي راډيو ته وويل چې دوى د سفارتونو، نا دولتي ادارو او د ايساف ځواكوونو څخه د يوې غونډې په ترڅ كې دغه غوښتنه كړې ده.

تر دې مخكې په كابل كې د امريكا سفير هم له افغانانو سره ژمنه كړې وه چې دوى به د افغانستان د كورنيو توليداتو د ودې لپاره كوښښ وكړي.

په يوه بل خبر كې راغلي دي چې په چين كې د افغانستان سفير وايي يو شمېر چيني كمپنيو په افغانستان كې له پانګه اچوني سره مينه ښودلې.

سلطان احمد بهين ازادي راډيو ته وويل چې دوى په يوې غونډه كې له چينايي پانګوالو څخه غوښتي وه چې په افغانستان كې پانګونه وكړي.

ده زياته كړه چينايي سوداګرو له افغانستان سوداګرو سره د اړيكو د جوړېدو غوښتنه هم وكړه چې په دې مسالې هم جدي كار وشي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG