د افغانستان د جمهوري رياست راتلونكو انتخاباتو ته كانديد ډاكترعبداله عبداله د دوشنبې په ورځ د كابل پوهنتون د محصلينو عونډې ته وويل، چي ده په خپل كاري پلان كې ذكر كړي دي چې دهېواد ځوانانو ته به په ټولو سياسي، فرهنګي او اقتصادي چاروكې د فعاليت پوره برخه وركړي.
ده وويل، هركال دهېواد پوهنتونونه په ډېرې سختۍ سره كولى شي، دېرش يا څلوېښت زره محصلين جذب كړي حال دا چې د دولسمو ټولګيو د فارغانو شمېرله يولكو څخه هم زياتيږي.
ده زياته كړه، دى پلان لري چې د زده كړو او تحصيل مينه والو ته، د تحصيل د دوام زياتې اسانيتاوې برابرې كړي:
"زه تاسې ته وعده دركوم چې له وړكتون څخه نيولي تر ابتدايه او منځني ښوونځي او بيا تر پوهنتونونو پورې به د كييفيت د ښه والي لپاره هڅې وكړم
او داسې يو پرمختللى او مجهز تعليمي سيستم به جوړ كړم چې د خلكو په ګټه وي."
ډاكتر عبداله داهم وويل، چې د هېواد د نفوسو زياته برخه له ځوانانو جوړه ده خو ليدل كيږي چې د دوى ګڼ شمېر د موجوده حكومت د ناكامو پالسيو له امله وزګارګرځي او كيداى شي ځيني يې د اقتصادي ستونزو له امله په يولړ جرمونو كې هم شامل شي.
ده وويل، كه د حكومت قدرت د ده لاس ته ورغى، دهېواد په اقتصادي وده كې به هم ځوانانو ته پوره برخه وركړي.
خو خلك وايي، كانديدان بايد په خپلو انتخاباتي مبارزو كې خلكو ته دومره وعدې وركړي چي په راتلونكي كې يې ترسره كړي.
يو تن محصل فهيم سلطاني وويل، موږ له راتلونكي جمهور رئيس څخه د خدمت هيله كوو:
"كانديدانو ته په كار ده خلكو ته داسې وعدې وركړي چي پوره يې كړي. موږ له راتلونكي جمهور ريئس څخه هيله كوو چې د قانون حاكميت ته جدى تدابيرونيسي."
د افغانستان د جمهوري رياست راتلونكو انتخاباتو يوڅلوېښت او د ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې درې زرو تنو ځانونه كانديد كړي دي، د دوى انتخاباتي هلې ځلې د روان كال د جوزا په شپږويشتمه پيل شوي او د زمري د مياشتې تر شپږويشتمې به دوام وكړي.