د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

د افغانستان د كارپوهانو سازمان، ډاكټر عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان كړ

د افغانستان د كارپوهانو په نامه يوه سازمان چې اكثرا ځوانان دي د يكشنبې په ورځ په كابل كې د جمهوري رياست لپاره د ډاكټر عبدالله عبدالله له كانديداتوري څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

د افغانستان د پراختيا او كارپوهانو سازمان وايي چې دوى به د جمهوري رياست په راروانو انتخاباتو كې د خپلې خوښې كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله ته رايي وركړي.

د دغه سازمان مرستيال غلام علي شريفي د يكشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل چې د دوى مشرانو د يو لړ جلسو وروسته دغه پرېكړه كړې ده.

"د افغانستان د پراختيا او كارپوهانو سازمان، دې نتيجې ته ورسيد چې د مطرحو كانديدانو ترمنځ هغه كانديد چې مصلح، مثبت او پېژندل جهادي شخصيت دى هغه ډاكټر عبدالله دى او مونږ به يې د رغندو پروګرامونو څخه ملاتړ وكړو."


ده وړاندې وويل چې د دوى په سازمان كې ټول روڼ اندي او تحصيل يافته كسان دي چې د افغانستان په لسو ولايتونو كې په روزنيزو او فرهنګي چارو كې كار كوي.

د ډاكټر عبدالله عبدالله د كمپاين يوه مسول ډاكټر مهدي وويل چې ډاكټر عبدالله او دواړه مرستيالان يې روڼ اندي او كارپوه كسان او له دغه سازمان څخه يې وغوښتل چې سمو خلكو ته دې رايه وركړي.

"د ډاكټر عبدالله ټيم اول خو درې واړه متخصصين دي، درې واړه كارپوهان دي، نه جنګ سالاران دي، نه قومندانان او نه هم پهلوانان.

رايه يوه امانت ده د هرچا په اړه چې ډېر ډاډه ياستئ هماغه ته رايه وركړي او ستاسو د رايو پرتله په بل څه تغير امكان نه لري."


د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو لپاره رسمي كمپاين د جوزا د مياشتي په ۲۶ نيټه پيل شوى دي او تر انتخاباتو دوه ورځي مخكې به پاى ته ورسيږي.

ټاكل شوې ده چې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات به د زمري د مياشتې په ۲۹ نيټه چې د اګسټ له شلمې سره سمون خوري ترسره شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG