هغه سړي پسې لټه پای ته ورسیده، چې نړۍ نیژدې له یوې لسیزې ورپسې وه. د متحد ایالاتو د ځواکونو لس کسیزې ډلې اسامه بن لادن د افغانستان او پاکستان سره د سرحدي سیمو په یوې لرې پرتې سیمې کې ونه واژه، بلکې هغه په ایبت اباد کې د پاکستان لوی ښار او د پایتخت اسلام اباد په شپیه کیلو مترۍ سیمه کې ووژل شو.
په هغې ماڼۍ چې اسامه په کې اوسیده بې له دې چې لا د مخه اسلام اباد ته خبر ورکړای شي، عملیات تر سره شول.
دا مساله د ډیرو نوور پوښتنو سره دا هم ورزیاتوي، چې ایا لویدیځ له تروریزم سره په جګړې کې پر خپل متحد یعنې پاکستان، په رښتیا بارو لري؟
د معلوماتو له ورکولو ډه ډه
په لندن کې پاکستاني سیاسي کارپوهه فرزانه شیخ هغه راپورونه مهم بولي، چې وايي، په عملیاتو کې واشنګتن پاکستان ته خبرتیا نه وه ورکړي.
هغه د تیر جولای په میاشت کې د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرې هلیري کلنټن خبرې یادوي، چې ادعا یې کوله پاکستاني چاروکي د اسامه بن لادن د استونګې د ځای په اړه د معلوماتو له ورکولو ډه ډه کوله.
میرمن شیخ وايي، دا مساله د دوی ترمنځ د بې اعتمادۍ د رامنځ کولو ته لویه منبع ده.
هغه وايي، تقریباً هېڅ پوښتنه نه پاتې کیږي، چې دا مساله شکونه او ګمانونه نور هم زیاتوي او په دې جرم کې د پاکستان د لاس لرو په اړه د خلکو ویره زیاتوي، په تیره د بن لادن په ساتنه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو شراکت.
په رسمي توګه پاکستان د اسامه د وژنې هرکلی وکړ، خو یوه پخواني لوړ رتبه صاحب منصب سید محمد د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، دا پیښه به په راتلونکي کې پر پاکستان د لویدیځ باور کم کړي.
د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو نیژدې له یوې لسیزې راپه دې خوا په خپله خاوره کې د اسامه بن لادن شتوالی په زغرده رداوه خو د پاکستان په خاروه کې د بن لادن وژنې په سیمه کې د دې هېواد اعتبار ته زیان ورساوه.
د افغانستان او هند دواړو هیوادونو مشرانو د پاکستان په خاوره کې د اسامه وژنه له ډیرې مودې د خپلو اندیښنو لپاره یو ثبوت وباله چې ویل، یې پاکستان د ترهګرو پناه ځای دی.
افغان ولسمشر بې له دې چې د خپل ختیځ ګاونډي نوم واخلي وویل:
″نړۍ باید په دې پوه شي، هغسې چې موږ په وار وار ویلي، کلونه بلکې هره ورځ موږ دا ویلي، چې له تروریزم سره جګړه د افغانستان په کلیو کې نه ده له تروریزم سره جګړه د افغانستان د مظلومو او بې وزلو خلکو په کورنو کې نه ده، له تروریزم سره جګړه د افغان ښځو او ماشومانو په بمبارۍ کې نه ده، له تروریزم سره جګړه د هغه په پناه ځای کې ده، په هغه ځای کې ده چې تمویل کیږي، په هغه ځای کې ده، چې پناه ځای یې دی.″
پاکستانی لیکوال او خبریال احمد رشید وايي، د اسامه بن لادن وژنه به سمدستي پر پاکستان، افغانستان او هند اثر ولري.
لشکر طیبه
د هغه په وینا القاعده او بنسټ پال ایتلاف به یې ممکن پاکستاني، افغان او نړیوال ځواکونه په ګاونډیو هیوادونو کې په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د القاعده سره تړلې ډلې لکه لشکر طیبه به د دې لپاره چې له افغانستان او پاکستانه د نړیوالو پام بلې خوا ته واړوي، ممکنه ده په هند کې حملې وکړي.
احمد رشید وايي، زه له دې ډیره ویره لرم، چې دا مساله به وکړای چې په سمیه کې زورزیاتي ډیر کړي او معلومداره خبره ده، چې ممکن په اورپا او امریکا کې ځان وژونکې حملې وشي، هلته به ممکن غچ اخیستونکې حملې وشي.
خو ځینې نور سیاسي کارپوهان په دې اند دي، چې ممکنه ده القاعده خپلو حملو ته دوام ورکړي، خو د بن لادن وژنه به پر القاعده شبکې اثر ولري او د دوی فعالیتونه به کمزورې کړي.
په هغې ماڼۍ چې اسامه په کې اوسیده بې له دې چې لا د مخه اسلام اباد ته خبر ورکړای شي، عملیات تر سره شول.
دا مساله د ډیرو نوور پوښتنو سره دا هم ورزیاتوي، چې ایا لویدیځ له تروریزم سره په جګړې کې پر خپل متحد یعنې پاکستان، په رښتیا بارو لري؟
د معلوماتو له ورکولو ډه ډه
په لندن کې پاکستاني سیاسي کارپوهه فرزانه شیخ هغه راپورونه مهم بولي، چې وايي، په عملیاتو کې واشنګتن پاکستان ته خبرتیا نه وه ورکړي.
هغه د تیر جولای په میاشت کې د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرې هلیري کلنټن خبرې یادوي، چې ادعا یې کوله پاکستاني چاروکي د اسامه بن لادن د استونګې د ځای په اړه د معلوماتو له ورکولو ډه ډه کوله.
میرمن شیخ وايي، دا مساله د دوی ترمنځ د بې اعتمادۍ د رامنځ کولو ته لویه منبع ده.
هغه وايي، تقریباً هېڅ پوښتنه نه پاتې کیږي، چې دا مساله شکونه او ګمانونه نور هم زیاتوي او په دې جرم کې د پاکستان د لاس لرو په اړه د خلکو ویره زیاتوي، په تیره د بن لادن په ساتنه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو شراکت.
زه له دې ډیره ویره لرم، چې دا مساله به وکړای چې په سمیه کې زورزیاتي ډیر کړي او معلومداره خبره ده، چې ممکن په اورپا او امریکا کې ځان وژونکې حملې وشي.
احمد رشید