د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر او د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال علي امین ګنډه پور د پاکستان له چیف جسټس قاضي فایز عیسا غوښتي دي چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې دې د ټګیو پلټنې وکړي. انتخاباتي کمېشن او د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په ټاکنو کې د ټګۍ تورونه ردوي. ویډیويي رپورټ.
په غونډه کې د پاکستان تلونکی ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ، بحري او هوايي ځواکونو مشران، پخواني وزیراعظمان میا نواز شریف، یوسف رضا ګېلاني، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د هغه ګوند او مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران او د پارلېمان غړي موجود ول.
د مارچ پر نهمه پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري په دویم ځل ولسمشر منتخب شو او د مارچ پر ۱۰مه یې د دندې لوړه وکړه. موږ د رویټرز خبري اژانس د ویډیو پر اساس د اصف علي زرداري ژوند او سیاست ته لنډه کتنه کړې ده
په پاکستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رايو اچولو عمل نن سهار پيل شو. په دغو انتخاباتو کې اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزی په میدان کې دي.
په غونډه کې لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ، د پنجاب اعلاوزیره مریم نواز، د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه، د بلوچستان اعلاوزیر میر سرفراز بګټی، د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف په ګډون د هغه ګوند مخکښه سیاستوالان، د پیپلز ګوند مشران اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري ګډون وکړ.
سپیکر صادق د انتخاب طریقه بیانه کړه او و یې ویل چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ په مشرۍ د یوشمېر ګوندونو نوماند شهباز شریف ته د رایې ورکوونکي دې د قامي اسمبلۍ د تالار "الف دهلېز" ته ولاړ شي او د سني اتحاد کونسل نوماند عمر ایوب خان ته ووټ ورکوونکي دې "ب دهلېز" ته ورشي.
نور وښیئ