دهنداو پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ایس ایم کریشنا او حنا رباني کر د جولايي په ۲۷ نېټه سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د هماری لا زیاتولو په باب یې خبرې وکړې.
د مذاکراتو روستو مشترکه اعلاميه کې ويل شوي دي چې په کنترول کرښه د تجارت لپاره دوه ورځی نورې سيوا کړل شوې دی او په شرطونو کې نرمی هم راوستلی شوی ده.
د پاکستان سرکاری خبری اژانس ای پی پی ترمخه حنا ربانی کر له هندي وزيراعظم من موهن سنګ سره هم ليده کاته کړي دي او دوی ته یې د پاکستان د سفر بلنه ورکړېده .
خو په دغه خبرو کې هغسې پرمختګ نه دی شوی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تل پاتې امن لپاره لازمه بلل کېږي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی چې د هند او پاکستان دایمي روغې پر وړاندې لوی خنډونه څه دي؟
په دې بحث کې له نوي ډيلي څخه آزاد خبریال منوهر سینګ بترا ،له پېښور پوهنتون څخه د نړیواولو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز،او له قایداعظم پوهنتون څخه د تاریخ څانګې مشره ډاکټر رضییه سلطانه برخه لري چط کوربه یې عبدالحی کاکړ دی