په کورمه ايجنسۍ کي د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ له روان اپريشن څخه د دغه سيمي په زرګونو خلکو له خپلو کورونو څخه کډي کړې دي
یو عیني شاهد وايي د توپو په ډزو کې د یوې کورنۍ دوې ښځې ټپي شوېدي خو د نورو مرګ ژوبله په اړه رپوټونه نه دی راغلي
د پاکستان د اطلاعاتو پوځي څانګي ویاند بريګېډیېر عظمت علي مشال ريډيو ته ويلي وو د دې عملياتو موخه په کرمه ايجنسۍ کي د وسله والو طالبانو پټنځايونه له مينځه وړل دي.
کورمه ايجنسۍ د افغانستان پولي ته نږدي سيمه ده چي د پاکستا ن چارواکو له مخي ځايي او بهرنۍ وسلوالې ډلې په کي شتون لري.
د کرښې پر غاړه پروګرام همدې موضوع ته ځانګړی شوی چې میلمانه یې د کورمې د قامي اسمبلۍ غړی ساجد توري او خبریال اقبال خټک دی او کوربه یې شاهین بونېری دی.