په پاکستان کې په لومړي ځل يوه ښځه حنا رباني کهرد هيواد د بهرنيو چارو وزيره ټاکل شوې ده. د پاکستان صدر آصف علي زرداری دا د ښځو د ځواکمنولو پر لور يو مهم ګام بللی دی خو دلته پوښتنه داده چې په رښتيا هم دا په پاکستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې يو لوی ګام دی. دا او دا ډول نوري پوښتني عبدالحی کاکړ د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړلي دي.