پولیسو په مقدمه کې پر اپرېدي د ترهګرۍ ضد قانون، قتل او د ریاست پرضد د خلکو پارولو مادې شاملې کړې دي او د خیبر چارواکو یې نوم په څلورم جدول (فورت شیډول) کې اچولی دی.
د پولیسو مشر اختر حيات خان ګنډه پورد نومبر پر ۱۱مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې نیول شوی کس ولي محمد نومېږي چې د پېښور د دله زاک اوسېدونکی دی.
عدنان خان اعتراض وکړ چې د پيسو جمع کولو او امتحان ورکولو سربېره قبايلي ځوانان د سي ټي ډي له نوکريو څخه محرومه ساتل کېږي.
د شارکۍ کلي یو اوسیدونکي جان عالم د نومبر په اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سهار د ۱۱ بجو په وخت کې د هاوان توغندی وچاودېد چې ماشومانو ته یې پکې مرګژوبله ورواړوله.
په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې خان ولي اپرېدی یې د نومبر په اتمه شپه نیولی دی.
په کورمه کې کړکېچ وروسته له هغې پیل شوی چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پېواړ مشتاق علي او د شیلوزو وهاب علي وژل شوي او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوې وه.
د کمېشن مشرانو د نومبر پر اوومه په اسلام اباد پرېس کلب کې "د کورمې شخړه او د رياست کردار" تر عنوان لاندې يوې خبري غونډې ته وويل چې په کورمه کې د اوږدې " قبيلوي او فرقه يیزې شخړې" له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
نور وښیئ