ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د افغانستان په مرکز کابل کې وسله والو نن غرمه د مخابراتو وزارت پر ودانۍ بريد کړی چې تر دې دمه افغان امنيتي ځواونو دوه بريدګر وژلي خو جګړه لا هم روانه ده.
عمران خان وویل له قبایلو بهر هېچا ته مالومه نه شوه چې پر قبایلو څه تېر شول. په دې کې د پوځ قصور نه دی بلکې قصور د هغو واکمنانو دی چې د امریکا په خوله یې داسې وکړل.
د پي ټي ايم مخکښ ملا بهرام وويل چې د رياستي ادارو له لوري له پښتنو سره غير ائيني کارونه روان دي او دوی په هېڅ يوه ځای کې خوندي نه دي.
د پاکستان پنجاب صوبې په جنګ ضلع کې په زرګونو کسانو د نېوزيلېنډ کرايسټچرچ پر دوو جوماتونو د ډزو په پيښه کې وژل شويو ۵۰ کسانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې.
د پيښور چټک بس پروژه (بي ار ټي) چې په دغه ښار کې د ټرافیکي ستونزو هوارولو لپاره پرانستل شوې وه اوس یې ښاریانو ته لویه ستونزه جوړه کړې ده.
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزيي، د اپريل په ۱۲مه، مشال راډيو ته وويل چې په راتلونکې ورځو کې به په قبايلي ضلعو کې د پوليسو افسران تعنياتي عمل شروع شي.
د کوټي د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د اپرېل پر ۱۲مه سهار په هزارګنجي سیمه کې په سبزي منډۍ کې شوې.
د پاکستان پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) ویاند جنرل اصف غفور د اپرېل پر ۱۰مه بهرني خبریالان او ډېپلوماټان د خیبر پښتونخوا بالاکوټ هغې سیمې ته بیولي ول چې هند ورباندې د فبرورۍ پر ۲۶مه پکې بمباري کړې وه. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
کارپوهان وايي، چې پاکستان بهرني فشار لاندي دي ځکه داسي قسمه کاررواي خبري کوي خو د دغو ډلو مخنيوي به لوی چيلنج وي.
په هند کې پارليماني انتخابات د اپريل پر ۱۱مه کېږي چې د مې تر ۱۹مې پورې به دوام ولري. د ۱۷ لوک سبها ټاکنې به په اوو پړاونو کې ترسر کېږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د وزارت له سېکرټرې تهمینې جنجوعه سره لیدلي. ویډيو: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ده
د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد احتجاجي ناسته د اپرېل پر درېمه هم دوام لري. پرلتوال له حکومته غوښتنه کوي چې په هغه پيښه کې غفلت کونکې چارواکې ګوښه کړل شي او که چرې حکومت دا کار ونکړ نو د سنځاوۍ ټولۍ لارې بندوي.
په پاکستان کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد پېښو ثبتولو غير سرکاري ادارې ساحل په خپل یوه تازه راپور کې ويلي دي چې د ۲۰۱۷ز کال په پرتله په ۲۰۱۸ز کال کې له ماشومانو سره په جنسي تشدد کې ۱۱ فيصده اضافه شوې ده او هره ورځ له لسو زيات ماشومان جنسي تشدد ښکار کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به یې احتجاجي جلسې روانې وي. نوموړی وايي دوی به یو وارې بیا د بشپړې تیارۍ سره اسلام اباد ته ځي او پرېکنده تحریک به چلوي.
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې لپاره امنیتي ګامونه پورته شوي دي. جلسې ته د صوبې له بيلا بيلو سيمو څخه په ګڼ شمير کې خلک ورغلي دي. په ګډونوالو کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې خپلوان يې ترۍ تم کړل شوي دي.
په نيو زيلېنډ کې د کرائسچرچ په دوو جوماتونو کې د وژل شويو په ياد کې غونډې شوې دي. د جمعې ورځي تر ټولو لويه غونډه په کرائسټچرچ کې شوې. دا غونډې د هغو ۵۰ کسانو کسانو په یاد کې شوې دي چې د مارچ پر ۱۵مه په کرائسټچرچ کې يو وسله وال پر دوو جوماتونو د برید پر مهال وژلي وو.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د پنځوسو لکو کورونو جوړولو کار به راتلونکې اپريل مياشت کې شروع شي. خو د اقتصادي چارو پوهان او انجنيران وايي، حکومت سره دومره وسايل او انفراسټرکچر نېشته چې دا پروژه په ټاکل شوي موده کې سر ته ورسوي.
نور وښیئ