ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د امريکې او طالبانو تر منځ پرون د خبرو د بيا پېلېدو په اړه افغان چارواکي وايي امريکايي او افغان حکومت په دې سلا دي چې مذاکرات بايد اوربند ته لار هواره کړي. د دوی په وېنا په دې اړه هر اخيستونکی ګام بايد د کابل او واشنګټن ترمنځ تر همغږۍ وروسته وشي. ويډيو: اې ايف پي
۱- په هند کې د جنسي تيري ښکار جيني مړه شوه. ۲- په بغداد کې وسله والو ۱۴ کسان وژلي دي. ۳- له نيويارکې تر لاس اينجلس پوري د سفر ريکارډ.
په افغانستان کې د امن لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د قطر په پلازمينه دوحه کې بیا پیل شوې دي.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزشن ګوندونه وايي، د پارليماني چارو پرمخ وړلو په وړاندې لوی خنډ واکمن تحریک انصاف ګوند دی.
د خيبر پښتونخوا حکومت د پيښور های کورټ د چټک بس پروژې هغې تفصيلي فيصلي چيلنج کولو پريکړه کړې چې د دسمبر پر پينځمه يې خپره کړې وه.
د خيبر پښتونخوا په کلیوالو سيمو کې د ژمي له راتلو سره ګاڼۍ هم چالانې شي. د چارسدې په يوه کلي د ګوړې جوړېدل درښیو.
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي مشال راډيو ته وویل چې د پيښور چټک بس پروژې - ريپډ بس پراجکيټ - به په دريو مياشتو کې مکمله شي.
د پاکستان په پوځ کې د مشرۍ موده درې کاله وي خو په دې هېواد کې ځينو ته شپږ کال او ځينو نورو تر لسو کلونو پورې د پوځ مشري کړې ده. ويډيو : رويټرز خبري اژانس
چين د امريکا له لوري د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ په پروژو کې د درغليو تورونه ناسم بللي او وايي چې امریکا خپل سياسي لومړیتوبونه په پام کې نيولي دي.
د پاکستان چيف جسټس اصف سعيد کوسه د نومبر پر۲۰مه د ايکشن اېن ايډ اف سيول پاورز مقدمې اورېدنې پر مهال وويل چې دا قانون غير اييني او د بشري حقونو ضد دي.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له وېلسن وزیر سره غږېدلي یو. نوموړی د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اقليتونو استازی دی. د هغه تعلق د خيبر قبايلي ضلعې لنډي کوتل سره دی. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۱۳مه د حکومت پرضد د احتجاج دوهم پړاو اعلان کړ او وي ويل چې دا پرامنه وي.
شفیق شېر اپریدی د خیبر قبایلي ضلعې د پي کی ۱۰۵ حلقې نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی دی. نوموړی د جمرور سیمې سره تړاو لري او وايي د بازار ذخه خېلو، لنډي کوتل، ملاګوري او شلمان سیمې د نوموړي په حلقه کې راځي.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې د غازي غزن جمال سره غږېدلي یو چې د اورکزو قبایلي ضلعې نه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي سره غږېدلي یو.
په پاکستان کې د ګوزڼ یا پوليو ناورغۍ دوه نور کيسونه ثبت شوي چې ورسره په روان کال کې د ګوزڼ وهلیو شمير ۸۲ ته رسېدلی دی.
د جمیعت علمای اسلام (ف) په مشرۍ د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو لاریون د اسلام اباد پر لوري روان دی. مولانا فضل الرحمان وايي، لاریونوال د وزیراعظم عمران خان استعفا غواړي، خو وزیراعظم وايي، په احتجاجونو یې هېڅوک څوکۍ پرېښودو ته نشي اړ کولای. پر دې موضوع د مشال راډيو ځانګړی ویډیويي بحث وګورئ.
د سي اېن اېن، نيوزويک او رويټرز اژانس په ګډون د یو شمېر رسنیو له راپورونو سره سم، امريکايي ځواکونو د شام په شمال غربي سيمه ادلیب کې د داعش
نور وښیئ