ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د نجونو د حقونو مبارزه او د امن نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، د نجونو نړيواله ورځ د پښتنو سيمو لپاره ډير ارزښت لري.
نوموړي د اکتوبر پر اتمه د يوې مقدمې اورېدنې پرمهال وويل چې ايين او نه هم قانون ججانو او د پوځ لوړ پوړو افسرانو ته له حکومته په ارزانه بيه یا وړیا د پلاټ (ځمکې) اخېستو حق ورکوي.
د پاکستاني وزیراعظم د سياسي چارو سلاکار ډاکټر شهباز ګیل د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ پر رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف د غدارۍ تور پورې کړی دی.
د اکتوبر پر درېیمه په ننګرهار او پر لومړۍ نېټه په هلمند کې د وسله والو لخوا خونړي بریدونه ترسره شول. دا بریدونه چې څوک یې ذمه واري هم نه قبلوي، په داسې وخت کې ترسره کېږي چې هلته د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره مخامخ خبرې هم روانې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیانی وایي چې تر موټر بم چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ټول برید ګر وژل شوي دي.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په چاړه د خلکو د وهنې پېښې په تور یو پاکستان توکمه ځوان منلې چې قصداً یې د شارلي اېبدو مجلې پخوانی دفتر په نښه کړی وو.
نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر تر هغې وروسته پر ټوېټر په بیان کې کړې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار شخصي ټېلېوېژن اې ار وای ته وویل،
د پاکستان او افغانستان سوداګرو د باديني تجارتي ټرمينل د پرانېستو هرکلی کړی. د بلوچستان صوبې په کلا سيف الله ضلع کې باديني تجارتي ټرمينل د شپږ اربه روپيو په لګښت جوړ شوی دی.
په داسې حال کې چې د قطر پلازمېني دوحه کې افغان -خپلمنځۍ خبرې راونې دي، د سېپټېمبر پر ۱۶مه په جلال اباد ښار کې لسګونو مېرمنو لاريون وکړ او د سولې د خبرو ملاتړ يې وکړ. مېرمنو هيله وښوده چې افغان حکومت او طالبان به اور بند وکړي او جګړې ته به د پای ټکی کېږدي.
د سېنيټ په غونډه کې د ترهګرۍ مخنيوي ترميمي بل په حق کې ۳۱ او په مخالفت کې ۳۴ رای ورکړل شوي.
د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو او دایمي اوربند غږېږي. نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۳مه په دوحې کې خبري غونډې ته وویل، له طالب پلاوي سره پر بېلا بېلو موضوعاتو رسمي خبرې د سېپټېمبر پر ۱۴مه پیلېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په افغانستان کې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو اترو د پیل مراسم د سپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو. په دې پرانیست غونډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا او طالبانو ترڅنګ د پاکستان، امریکا، هند او یو شمېر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویناوې وکړې. ګل اياز د اسوشېتډ پريس
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قطر پلازمينې دوحه کې نن د خبرو لومړۍ ورځ ده چې له اوږده ځنډه پس کېږي. د روان ۲۰۲۰م کال د فبروري پر ۲۹مه په قطر کې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی و خو د بنديانو خوشې کولو پر سر د اختلافاتو له وجې بين الافغانې خبري څو ځله وځنډېدې.
په امريکا کې په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې رايې اچول کېږي. ولسي رايه [پاپولر ووټ] هغه څه وي چې ګټونکی کاندید ټاکي. خو د دې پرځای په امريکا کې د انتخاباتي کالج په نوم یو پېچلی نظام د راتلونکې ولسمشر د انتخاب لپاره کارول کېږي. په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې په څه ډول ترسره کېږي، ګل اياز يې په دې وي
عمران خان په کراچۍ ښار کې د سېپټېمبر پر پنځمه خبري غونډې ته وويل چې د ښار ستونزو حل لپاره له صوبايي حکومت سره په ګډه کار کوي.
پاکستانۍ لیرې کړې شبکه ډېره لویه وه چې پکې د فیسبوک ۴۵۳ اکاونټونه، ۱۰۳ پاڼې، ۷۸ ګروپونه او دغسې د انسټګرام ۱۰۷ اکاونټونه شامل دي.
د هند راجستان کلبېلا جټانو يا خانه بدوشانو يوه نڅا ګره د نړۍ د شلو هېوادونو تر ۶۰۰ ښځو ته نڅا ورزده کوي. کورونا وايرس د دې ګټه وټه اغېزمنه کړې وه خو انټرنېټ شتون يې اقتصادي ژوند ورښه کړ.
په پاکستان کې د زیات باران او سېلاب له کبله د وژل شویو مجموعي شمېر لږ تر لږه ۹۴ ته رسېدلی دی.
نور وښیئ