ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو، غړو او پلویانو د اګست پر څلورمه د اسلام اباد او پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د انتخاباتي کمېشن پرضد احتجاجي غونډې کړې دي. کمېشن د اګست پر دویمه په فیصله کې ویلي ول چې تحریک انصاف له بهره ممنوعه چندې ترلاسه کړې دي. ویډیويي رپورټ.
رضوانه عابد په يوازې سر د خپل کور ماشومانو او د ناروغه مېړه د دوايانو خرڅ پوره کوي. نوموړې وايي، د ژوند د ګزران او د ماشومانو د تعليم لپاره شپه او ورځ خواري کوي. نور تفصیل د ځلاند يوسفزي او عمران يونس په ویډیويي رپورټ کې کتلای شی.
په پنجاب کې د اسمبلۍ د ۲۰ څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات د جولای پر ۱۷مه سهار اته بجې پیل شول. انتخاباتي کمېشن وايي، د انتخاباتو امنیت لپاره نه یوازې سرتېري ځای پر ځای شوي بلکې د څارګرو کیمرو له لارې د ووټ اچولو د مرکزونو څارنه هم کېږي. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې مسلمانان په داسې حال کې لوی اختر لمانځي چې حکومت د کورونا وایرس زیاتېدونکو پېښو ته په کتو پر خلکو د احتیاط کولو غږ کړی دی. د جولای پر ۱۰مه د اسلام اباد د فیصل جومات په ګډون په لویو او وړو ښارونو کې مېلیونونه خلکو د اختر لمانځه جمعې وکړې. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ اوسېدونکې علیشه وايي د پلار تر مړینې وروسته یې رکشه ورپاتې شوه او په دې توګه یې د کورنۍ کفالت ذمه واري هم تر غاړې شوه. ۱۷ کلنه علیشه وايي، یوشمېر خپلوان یې پېغورونه ورکوي، خو له کار کولو پرته بله چاره نه لري. ویډیويي رپورټ.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د جولای دویمې پر ماخوستن د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي جلسې وکړې. د هغه ګوند مشر عمران خان په اسلام اباد کې جلسې ته په وینا کې زیاتېدونکې ګراني د اېتلافي حکومت د ناکامه اقتصادي تګلارې لامل وبلله. ویډیويي رپورټ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د جون پر ۲۳مه له روغتونه بېرته زندان ته ولېږدول شو. نوموړي د جون پر ۲۲مه ناوخته ويلي وو چې په روغتون کې يې ژوند په خطر کې دی او "دوه ځلې" ورباندې "بريد" شوی دی.
ملي جمهوري غورځنګ د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو غړو د وژنې ضد مظاهرې کړې دي. هغه څلور فعالان د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې ووژل شول او د جون پر ۲۰مه خاورو ته وسپارل شول. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د سرکاري سکولونو نویو استادانو د پېنشنونو ختمېدو ضد د اسلام اباد په بني ګالا کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان کور مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. دوی د جون پر ۱۹مه د احتجاج پیلولو پر مهال مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د نویو ګومارل شویو سرکاري کارکوونکو پېنشن ختم کړی دی.
د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې د مې په ۱۶مه د تحريک انصاف جلسه وشوه. په دې جلسه کې د دغه ګوند مشر عمران خان يو ځل بیا تور پورې کړ چې دی د امريکې د سازش له مخې له وزيراعظمۍ ليرې شوی دی. امريکا دا تور بې بنياده بللی. د جلسې ويډيو راپور دلته وګورۍ.
په اسلام اباد کې یوشمېر کسانو په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د تورونو پرضد مظاهره وکړه. د اپرېل پر ۱۰مه دا احتجاج د متحده همدرد ځوانانو شورا په نوم یوه ناحکومتي سازمان ترتیب کړی وو. په وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې او دعوې وشوې چې ایراني حکومتي چارواکي پر افغان
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، پېښور او سوات په ګډون په یوشمېر ښارونو کې ګڼو خلکو د تحریک انصاف د وفاقي حکومت او له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د ګوښه کېدو ضد مظاهرې کړې دي. د اپرېل پر ۱۰مه ماخوستن مهال احتجاجونه تر هغې وروسته وشول چې د خالي او اتوار ترمینځ نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د
د زده کوونکو یوه خیریه سازمان ایکټ اف کاینډنس (د مهربانۍ عمل) د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بېوزله او خواریکښو ته د روژه ماتې بندوبست کوي. دې سازمان په اسلام اباد کې هم دسترخوان غوړولی او وايي، ټوله روژه به روژه ماتی تیاروي. د سازمان مشر عتیق اپرېدی وايي، له روژې پرته هم له خواریکښو سره مرستې کوي.
د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د مارچ پر ۳۱مه د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې ټاکنې کېږي چې څه باندې ۲۸ زره نوماندان ورته ولاړ دي. دا لومړی ځل دی چې په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، کورمې او اورکزو کې بلدياتي انتخابات کېږي. په دې اړه نور تفصيل د مشال راډيو په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو د مارچ پر ۲۸مه د شپې مهال په سرښار اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت پر ضد جلسه وکړه چې لسګونه زره کسانو ګډون پکې کړی وو.
حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف تېره ورځ په اسلام اباد کې د امر بالمعروف په نوم جلسه وکړه چې ورته وزيراعظم عمران خان وويل چې کوم ډول سازش د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد شوی وو هم هغه ډول سازش د تحريک انصاف د حکومت پر ضد هم روان دې.
د پښين حسيب الله د بلوچستان لومړی لوبغاړی دی چې د کرکټ په نړېوال جام کې د پاکستان د ۱۹ کالونو کشره ملي لوبډله کې لوبېږي. حسيب الله وايي چې په پښين کې د لوبو اسانتياوې نشته خو په خپل ځاني زيار د کرکټ ملي ټیم برخه ګرځېدلی دی.
په بنو کې پښتون قامي جرګه د یو ۲۵ نکاتي پرېکړه لیک په منظورولو پای ته رسېدلې. د مارچ پر ۱۴مه د جرګې کوربه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرېکړه لیک واوراوه او له ګډونوالو څخه یې ورباندې رایې واخیستې. په پرېکړه لیک کې راغلي چې د پاکستان پښتانه دې په یوه صوبه کې یو ځای شي. په پرېکړه
د پاکستان پیپلز ګوند احتجاجي لاريون د مارچ پر اتمه شپې مهال اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پای ته رسېدلی دی. ياد ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړی وو. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ