ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
تحریک انصاف ګوند د خپلو اتحادیانو سره به شریکه په خېبر پښتونخوا کې پنځه کاله حکومت وکړ. په دې ویډويي راپور کې اورئ او ګورئ چې خلک د تحریک انصاف تېره پنځه کلنه دوره څنګه ګڼي؟ دا ویډیو د مشال همکار ځلاند یوسفزي جوړه کړې ده.
مشال خان د لومړي تلین غونډه د یکشنبې یا اتوار پر مازیګر د صوابۍ په زیدې کلي کې د نوموړي له قبر سره نېږدې جوړه شوې وه. د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه په ولي خان پوهنتون کې پارېدلو خلکو مشال خان وژلی وو.
د خالي پر مازیګر په صوابۍ کې د جلسې مشري د پاکستان پوځ یوه پخواني مېجر فضل اکرم کوله. ده جلسې ته په خپله وینا کې وویل چې د قامیت او سمتپالنې په نوم د پاکستان ضد سازشونه روان دي.
د پاکستان موجوده حکومت موده د روانې میاشت پر ۳۱مه ختمېږي او ټاکل شوې چې په جولای کې انتخابات وشي. تر اوسه پورې د نګران وزيراعظم نوم نه دی اعلان شوی خو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې سياسي ګوندونو انتخاباتي کیمپېن پیلکړی.
د بهادر بابا مزار د خیبر پښتونخوا له نوښاره لرې د غرونو په منځ کې دی چې خلک ورته په تنګو، سختو او خرابو لارو ورځي. ځېنې یې چکر ته ورځي، ځېنې یې سلام ته. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې افغان کډوال سوداګر وايي چې که افغانستان کې د امنيت وضع برابره شي نو سره د خپلو کاروبارونو به زر تر زره هیواد ته ستانه شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو خپل وطن ته د واپسۍ لپاره هلې ځلې تيزې کړې دي.
په نوملړ کې د نورو ترڅنګ د لشکر جنگوي، جیش محمد، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټي، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ ارمي، جیش اسلام، داعش (اسلامي دولت)، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن هم شامل دي.
د قبايلي سيمو د راتلونکې د څرنګوالي په اړه د ناندریو ختمولو په غرض جوړه کړل شوې د متحده مجلس عمل کمېټۍ به په درېو ورځو کې دننه د ياد اتحاد مرکزي کمېټې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کوي.
د قبایلي ځوانانو او زده کوونکو یوې ټولنې سبا ته په اسلام اباد کې په هغه لاریون او احتجاج کې د برخې اخیستو اعلان کړی چې په پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو ضد جوړېږي.
د وکیلانو یوې ډلې په پېښور های کورټ کې د پنجاب کالجونو ډلې او عظیم چاپخانې (ګروپ آف کالجز او عظيم پبليکېشنز) پرضد کېس کړی دی.
په پېښور کې د مرستدویه ادارې ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل، د دوی کارکوونکو په امبولانسونو کې نهه مړي او ۲۲ ژوبل کسان روغتونونو ته وړي دي. د جمعې پر سهار وسله والو د زرعي روزنې پر مرکز برید وکړ.
د پېښور د زرعي روزنې پر مرکز د جمعې پر سهار وسله والو برید کړی. یوه عیني شاهد صالح احمد مشال راډیو ته وویل، دوی سهار ویده ول چې ډزې یې واورېدې. دی وايي، وسله والو د کوټو د دروازو د ماتولو هڅې کولې.
په پېښور کې اسلامیه کالج پوهنتون ته مخامخ د زرعي روزنیز مرکز پر لیلیې یا هاسټل برید شوی دی. پولیس وايي، د جمعې پر سهار تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو د روزنیز مرکز ودانۍ دننه وسله وال وژلي دي.
پیښور کې په زرعي روزنیز مرکز ترهه ګر برید سره ته رسېدلی دی چې د ځايي چارواکیو په خبره د درېو بریدګرو په ګډون دولس کسان وژل شوي دي.
د مشال خان خویندې وايي، دوی د ورور له وژنې راهیسې پوهنتون او ښوونځي ته نه دي تللې. مشال خان د مردان د ولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو خلکو وواژه.
د دې کمېشن یوه مشر نګهت صدیقي ویلي، د پاکستان په راجسټر شویو ووټرانو کې شاوخوا ۵۶ فیصده سړي او ۴۴ ښځې دي. دی وايي، همدا توپیر ښيي چې یو کروړ ۱۷ لاکه داسې ښځه شته چې ووټونه یا رایې یې نه دي ثبت شوې.
ويډيو: ځلاند يوسفزي غږ: داود خټک جوړونکی: ګل اياز
پيښور: د مدرسو طالبانو ترمينځ د خطاطۍ سيالي شوې.
د مردان کاټلنګ کویي برمول کلي نايي افضل امين له نورو خپلوانو سره يوځای ۱۵ ورځې وړاندې له کلي کډه کړې ده او اوس د کرایې په کور کې اوسېږي.
عبدالوحید پویان، په پېښور کې د افغانستان پخوانی کونسل جنرل چې اوس د کراچۍ قونصلګرۍ ته بدل شوی دی. له ده سره ځلاند یوسفزي د افغانستان او پاکستان اړیکو او د ده د کار په اړه خبرې کړې دي.
نور وښیئ