ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د جمیعت علما اسلام (ف) مشرانو او پلویانو، د اکتوبر پر ۲۷مه، د پاکستان د نورو برخو په څېر په صوابۍ کې هم د کشمیر د یووالي او د حکومت پر ضد مظاهرې
د مردان خدای نور کلي حافظ نياز علي نابينا دی خو کارونه یې د بيناو خلکو په شان دی. نوموړی پر دې سربېره چې د انجنو مستري دی په لارو کوڅو کې موټر سايکل هم چلوي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبرپښتونخوا ملاکنډ اوسېدونکې الماس خانم انځورګره، مجسمه سازه او شاعره ده. ددې ځانګړتيا دا ده چې په غلبېلونو د هغو شخصياتو انځورونه اوبدي چې ددې په وينا د ټولنې لپاره يې مثبت کارونه کړي دي.
په صوابۍ کې د تماکو يوې شخصي کارخانې په لسګونو مزدوران له نوکريو لیرې کړي چې پر ضد یې مزدورانو احتجاج پېل کړی دی. په دې اړه نور تفصیل د ځلاند یوسفزي په ویډیویي راپور کې.
د کالاش د بمبورېت درې خليل الرحمان د نورستاني قام د لرغوني اثارو او تاريخ خوندي کولو لپاره په کور دننه لرغونتون یا میوزییم جوړ کړې دی. نوموړی وايي چې د نورستاني قام د تاريخ خوندي کولو لپاره تقریباً هېڅ کار نه دی شوی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه د ۲۵ جولای مه د تورې ورځې په توګه لمانځي او وايي چې يو کال وړاندې د عامو انتخاباتو پر مهال ولسي واکمني غلا شوی شوی او نن د دې احتجاج له لارې ولس وايي، دا حکومت نه مني.
د پېښور ۶۵ کلن مثل خان د چاپېریال ساتنې او ژغورنې په موخه خلکو ته وړیا بوټي ورکوي. نوموړي په دویم ګلبهار کې د "رحمان بابا" په نوم یوه باغچه جوړه کړې چې پکې بوزغلي او نهالګي ساتي. دی هلته کار کوي او خلک چې ورځي نو له بوټیاڼۍ (نرسرۍ) ورته بوټي ورکوي.
کالاش (کیلاش) د پاکستان په شمال کې یوه سیمه ده چې اوسېدونکي یې خپل جلا دین، کلتور، دودونه او ژبه لري.
رمشا پاکستانۍ عیسوۍ ښځه ده چې کورنۍ یې یوه چینايي وګړي ته واده کړه او هغه هېواد ته ولاړه. خو تر واده لنډه موده وروسته یې کور ته ټېلېفونونه پیل کړل چې د
د کالاش فارسي ګله، چې هنري نوم یې اریانا دی، وايي، په سیمه کې یې د موسیقۍ لپاره اسانتیاوې نشته. نوموړې په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان په کوک سټوډیو کې د ((پاریک)) په نوم کالاشۍ سندره ویلې وه. اریانا په اردو، پښتو، چترالۍ او کالاشۍ ژبو سندرې وايي. د پښتو سندره یې په ویډیو کې وګورئ.
د پېښور مالګې منډۍ د "ګوند کتيرې" شربت ډېر نوم لري. شربت جوړوونکی سني عثمان وايي، دا د صحت لپاره خورا ښه دی. دی وايي، په روژه کې د ګوند کتیرې شربت زیات خرڅېږي. خو دا شربت څنګه جوړېږي؟ ځواب یې په ویډیو کې.
د سېنېټ د یوې ځانګړې کمېټۍ مشر محمد علي سیف ویلي، هڅه کوي چې د شمالي وزیرستان د ډزو تر پېښې وروسته پیدا شوې ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي. نوموړی د مې ۲۹مې پر ماخوستن په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناستې ته ورغلی وو او هلته یې له مشال راډیو سره خبرې وکړې چې تاسې یې په ویډیو کې لیدلای شئ.
د پېښور په ښار کې د خان کلب په نوم یوه وداني ده چې شاوخوا ۲۰۰ کاله زړه ده. دا پخوا د هندوانو حوېلۍ وه او وروسته د انګرېزانو په وخت کې د ساعت تېری ځای شو. د ودانۍ بهر او دننه د لرګي نقاشۍ کار شوی خو اوس ویجاړه پرته ده. ویډیو وګورئ.
نیاز خان وايي، دی د پېښور یوازنی موسیقار دی چې د سرمنډل په نوم اله غږوي. نوموړی په دې ویډیو کې له سرمنډل سره د امیر حمزه خان شینواري کلام وايي.
د پېښور اوسېدونکی نیاز خان وايي، په ټول ښار کې دی یوازینی موسیقار دی چې د سرمنډل په نوم یوه اله غږوي او جوړوي یې هم. سرمنډل هغه کلاسیک ساز دی چې د هندوستان او پاکستان د موسیقۍ پټیاله کورنۍ هنرمندان یې غږوي.
د شمالي وزیرستان د میرلي ځېنو اوسېدونکو په پېښور کې مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتي چې په سیمه کې ورته یو ثانوي ښوونځی (های سکول) جوړ کړي. دوی د اپرېل پر ۱۵مه د مظاهرې
د پېښور صبا راني دوه میاشتې وړاندې خبریالي کوله خو اوس د شاتو (ګبین) کاروبار کوي. نوموړې وايي، غواړي خپل کاروبار ښه کړي چې ورڅخه پیسې وګټي. خو راني خبریالي ولې پرېښوده؟ ځواب یې په ویډیويي رپورټ کې.
د پيښور چټک بس پروژه (بي ار ټي) چې په دغه ښار کې د ټرافیکي ستونزو هوارولو لپاره پرانستل شوې وه اوس یې ښاریانو ته لویه ستونزه جوړه کړې ده.
په خېبر پښتونخوا کې ناامنۍ له سيلګرو سره تړلې کاروبارونو ته بې سارۍ زيان رسولی چې پکې د کیسه خوانۍ د میسګرانو بازار هم نېږدې ختم شوی دی.خواجه صفر علي د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې خانداني میسګر یا (د میسو لوښو جوړونکو) دی او وايي، دا کسب پرېخې دی خو ځینې شاګردان یې هم میسګري کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به یې احتجاجي جلسې روانې وي. نوموړی وايي دوی به یو وارې بیا د بشپړې تیارۍ سره اسلام اباد ته ځي او پرېکنده تحریک به چلوي.
نور وښیئ