نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د سیند د سکر ډېوېژن د اورګاډو ادارې یو لوړپوړي چارواکي محمود الرحمان لاکو مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر شپږمه د هزاره اېکسپرېس په نوم د اورګاډي ۱۰ ډبې یا بوګۍ له پټلۍ واوښتې.
په کراچۍ کې کاروباريانو د يو پښتون سوداګر د وژنې پر ضد مظاهره کړې ده. پوليس وايي چې د اګست پر لومړۍ نېټه غلو عارف مسيد په سهراب ګوټ کې په خپل دوکان کې وژلی دی. مسید په کراچۍ کې د ټایرونو دوکان درلود. د اګست پر دویمه کاروباریانو او په کراچۍ کې اوسېدونکو ګڼو پښتنو په سهراب ګوټ کې مظاهره وکړه.
دا تر هغې وروسته ده چې د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د جولای پر ۳۱مه د حکومت له لوري د عامه نظم ساتنې د قانون له درېیمې مادې (۳ اېم پي او) سره سم، د هغوی ګرفتاري ناقانونه وګرځوله او سمدستي یې د خوشې کولو امر وکړ.
دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، نور الله ترين او له هغه سره د غورځنګ نور غړي د جولای پر ۱۶ مه د کراچۍ د ګلزار هجري تاڼې پوليسو د يوې مسلې په اړه غوښتي ول او له هغه ځایه یې نیولي او نامعلوم ځای ته یې استولي ول.
خالد خان بېټني د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې تېره میاشت وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.
په همدې حال کې د جولای پر ۲۲مه د سیند صوبې په دویم لوی ښار حیدراباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بېټني د خوشې کېدو لپاره احتجاج وکړ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جولای پر ۲۱مه په کراچۍ کې مظاهره وکړه او د سیند صوبې په خیرپور کې د پولیسو په حراست کې د باجوړ د استوګن سلطان محمد د مبینه وژنې د پلټنو غوښتنه یې وکړه. مظاهره کوونکیو ویل چې په س
د تېلو کاروباریانو د ټولنې مشرانو پرون (د جولای پر ۲۰مه) په کراچۍ او پېښور کې خبري غونډو ته وویل چې حکومت ورته د یو لیټر تېلو پر سر شپږ روپۍ ګټه ورکوي چې له دې کبله له زیان سره مخامخ دي. دوی داراز وویل چې له ایرانه د تېلو قاچاق یې هم کاروبار خراب کړی دی نو ځکه سبا سهار ټول پمپونه تړي.
خالد خان بېټنی د خیبر پښتونخوا د ټانک سیمې دی. هغه د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.
د سيند حکومت د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې هر څوک چې د قانون پرضد کار کوي یا د حالاتو خرابولو هڅه کوي، نو پرضد به یې قانوني اقدام کوي.
د خېبر پښتونخوا د ټانګ اوسيدونکی خالدخان بېټنی د سيند صوبې په کشمور کې غلو تښتولی او اوس يې د کورنۍ نه دکروړونو روپو غوښتنه کوي. د پیښې پر ضد په کراچۍ کې د جولای په۱۷مه د ټرانسپوټرانو اتحاديو غړو ډريورانو او د ګاډو مالکانود بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو کور مخې ته احتجاج کړی او
دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د خالد خان بېټني په نوم يو کس د غلو له منګولو خوشی کړي. نوموړی د ټانک دی او د سېکوريټي ګارډ نوکري يې کوله. هغه د جون پر ۲۴مه د سيند له کشمور سیمې څخه غلو تښتولی.
د کشمور د کندکوټ د پولیسو مشر عرفان علي سمو د جولای پر ۱۶مه مشال راډيو ته د هندوانو پر کلي حمله تایید کړه، البته وايي چې پلټنې کوي چې برید چا کړی دی.
په کراچۍ کې ګڼو فعالانو د اب و هوا یا اقلیم بدلون په اړه د پوهاوي په موخه لاریون کړی دی. د جولای ۱۶مې د لاریون منتظمینو له حکومته وغوښتل چې د نړیوالې تودوخې کمولو او د اب و هوا د بدلون مخنیوي لپاره دې د خپلې ونډې اقدامات وکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په کراچۍ کې د غورځنګ يو مخکښ محمد الله مسيد د جولای پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې ترین او ملګري یې د شنبې (خالي) پر ورځ د ګلزار هجري تاڼې پولیسو پر یوې مسلې د خبرو یا معلوماتو لپاره ورغوښتي ول او همهلته یې نيولي دي.
په سیند کې د هندوانو د ټولنې یو مشر ویجې کمار د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، داسې ګواښونه ورته کېږي چې که هغه سیندۍ مېرمن واپس نه کړل شوه نو دلته په پاکستان کې به د هندوانو کورنۍ او عبادت ځایونه په نخښه کړل شي.
د جولای پر نهمه په کراچۍ کې هغو خلکو احتجاج کړې چې کورونه يې د تجاوزاتو ضد اپریشن پر مهال نړول شوي دي. په اغیزمنو کې ګڼ پښتانه هم دي. مظاهرینو د سیند له حکومته د کورونو لپاره متبادل پلاټونو (ځمکې) او د جوړولو لپاره د پیسو غوښتنه کړې. تفصیل په ویډیو کې
د جنګ ورځپانې د کراچۍ ایډیټر علي کامران د جولایي پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې سيد محمد عسکري د جولایي پر ۸مه له شپې ناوخته تښتول شوی دی.
د سويډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د قران مجيد د بې حرمتۍ خلاف د جولای پر اوومه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهري وشوې. مظاهرچيانو له حکومته له سويډن سره د سفارتي اړیکو ختمولو غوښتنه وکړه. تفصیل په ویډیو کې
نور وښیئ