نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ، پېښور او د بلوچستان په ځینو سیمو کې سلګونو کسانو د مظاهرو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ورکو بلوڅو او پښتنو د موندلو لپاره دې په سملاسي ډول لاس په کار شي. دوی له حکومته دا غوښتنه هم کوله چې که په جبري ورک کړل شویو کسانو کې څوک ګنا
د ټولنې یو بل مشر غلام یاسین خان مشال راډیو ته وویل چې حکومتي ځواکونه دې د هغو غلو پرضد پراخ عملیات وکړي ځکه چې دا ډول پېښې په بیا بیا کېږي چې ټرانسپورټران یې زښت اندېښمن کړي دي.
د پاکستان د هندوانو شورا (پاکستان هندو کونسل) د جنورۍ پر اوومه په کراچۍ کې د ۱۲۲ هندوانو اجتماعي ودونه کړي دي. هغه ناحکومتي سازمان هر کال د بې وزله هندوانو ډله ییز واده کوي او ورته د کور سامان او پیسې هم ورکوي. د شورا مشر وايي، د ګرانۍ له وجې هر کال د بې وزله هندوانو شمېر زیاتېږي. ویډیويي رپورټ.
د پشتین وکیلانو د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت په څلورم کېس کې هم د پشتین ضمانت منظور کړ خو له اډیاله جېله تر خوشې کېدو وروسته په نوي تور جهلم جیل ته یوړل شو.
په کراچۍ کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ بې وزله بنګالیانو ته وړیا او یا هم په خورا کمو پیسو تعلیم ورکوي. هغه وايي، درې کاله مخکې یې د خپل کور پر بام ماشومانو ته سبق ښوول پیل کړل او اوس شاوخوا ۵۰ شاګردان لري. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جنورۍ پر څلورمه په کراچۍ کې د ګوند د سیند څانګې مشر محمد شېر مسید د احتجاج پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې پر داوړ دې په برید کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
په کراچۍ کې د خبريالانو په مرکز کې د نرښځیانو ټولنې مشرانو د جنورۍ پر دويمه په خبري غونډه کې وویل چې د عدالت د فیصلې په رڼا کې د نرښځيانو د خوندیتوب په اړه د ۲۰۱۸ز کال قانون بېرته اخیستل شوی دی چې له امله یې دوی انتخاباتو ته نه شي درېدای او د ووټ اچولو اجازه هم نه لري.
په کراچۍ کې پر د طالبانو جنرال قونصل عبدالجبار مشال راډیو ته وویل تېر کال ۴۹۵۳ افغانان د پاکستان حکومت افغانستان ته واستول او ۸۰۰ افغانان لا هم د کراچۍ په زندانونو کې دي.
په کراچۍ کې اوسېدونکي بنګالیان وايي له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هلته ژوند کوي خو لا هم د پاکستان شهریت یا تابعیت نه لري. دوی وايي، په دې هیله هلته ورغلي ول چې شناختي کارډ به ترلاسه کړي، خو لا هم ورڅخه بې برخې دي او خپل او د بچیو برخلیک ته اندېښمن دي. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ صدر د ارټېلري ميدان تاڼې د پولیسو مشر امین کوسو د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې هغو کسانو د احتجاج پر مهال د ریاستي ادارو ضد ویناګانې کړې وې او هڅه یې کوله چې خلک د ریاست ضد پاروي.
په کراچۍ کې د طالبانو د واک لاندې د قونسلګرۍ مشر سید عبدالجبار د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ مخکې ۱۱۴ افغانان د کراچۍ له مرکزي او ملیر زندانونو څخه خوشې شول او د چمن له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ادارې او حکومتي چارواکو په وینا، اور د ډېسېمبر پر شپږمه مازیګر پینځه بجې ولګېد چې درې ساعته وروسته یې وواژه او د پېښې د لامل معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.
د کراچۍ صدر دارټیلري ميدان تاڼې د پولیسو مشر امین کوسو د ډیسېمبر پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې هغه کسانو د احتجاج په مهال د ریاستي ادارو ضد وېناګانې کړي او هڅه یې کوله چې خلک د ریاست ضد راوپاروي.
د سېند په ټټه کې د مغلو د زمانې د واکمنانو یوه لویه تاریخي هدیره ده چې پکې زرګونه قبرونه دي. خلک د دغو تاریخي قبرونو د سېل لپاره هلته ورځي. په دې هدیره کې د ۱۴مې پېړۍ نه تر ۱۸مې پېړۍ پورې د واکمنانو مړي ښخ دي. د مشال راډیو خبریال هلته ورغلی وو او دا ویډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم)، ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر دې ودروي. د پي ټي اېم او هغو ګوندونو غړو او پلویانو تور پورې کړ چې د سیند پولیس هلته عادي پښتانه د بې اسناده افغانانو په نوم ځوروي.
د جرګې مشرانو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې جرګه د حیدراباد په یوه ودانۍ کې وشي او د دې لپاره یې له مرستیال کمېشنره اجازت اخیستې وو خو د هغې باوجود پولیسو جرګې ته پرې نه ښودل او د ودانۍ مالک یې هم ګرفتار کړ.
د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وینا، د هغې مياشتې تر پايه تر ۴۰۰،۰۰۰ زيات افغانان پر تورخم، چمن او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.
نور وښیئ