نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د خېبر پښتونخوا شانګلې سيمې ولس په یوه احتجاجي لاریون کې غوښتنه کړې چې په خپل ځايي بند (ډېم) کې پېدا کېدونکې بجلۍ دې ورکړل شي.
د سوات له مرکزي ښار مینګورې ۴۰ کیلومیټره لرې د ملم جبې پر سړک په تليګرام سیمه کې د جمعې پر ورځ د پاکستان پوځ پر ګاډي هغه وخت د ریموټ کنټرول بم برید وشو چې پوځ په عادي ګزمې یا ګشت وتلی وو.
د سوات په ملم جبه کې پينځه ورځنې د واورو لوبو مېله پیل شوې ده چې پرانسته یې د خيبرپښتونخوا اعلا وزیر پروېزخټک وکړه. په دې لوبو کې يو شمېر سیالۍ کېږي چې سېلانيان هم ورځي. نور تفصیل په دې ویډیویي رپورټ کې.
د لوبو په دغه پنځه ورځنۍ مېله کې به هاکي، کرکټ ، فټ بال، بيډمېنټن، والي بال، تېکوانډو او نورې لوبې ترسره کېږي.
د خېبر پښتونخوا په سېلاني سمه سوات کې د سواستو فن او کلتور ټولنې له نورو ټولنو سره په ګډه ۲۰۱۴م کال د فلسفي شاعر غني خان په نامه دستوره ولمانځله.
د غزالې جاويد مور خبريالانو ته وویل چې دوی د عدالت له فيصلې مطمينه ديؤ خو زیاتوي چې اوس ورته د جهانګير خان کورنۍ دهړکې ورکوي.
په دغه سوځول شوي سکول کې تر پينځم جماعته زدکړې کېږي چې څه باندې یو سل زدکوونکې یې لرل خو اوس په کې حاضري ډېره کمه شوېده.
دا په درو کالونو کې لومړی ځل دی چې په سوات کې یو سکول سوځل شوی دی. د نجونو د لومړنیو زده کړو دا ښوونځی له مینګورې ۲۴ کیلومیټره لرې د خوازه خېلې ت
نجلۍ د کلي مشرانو ته سپارل شوې. پولیس وايي مخکې تر دې چې کېس یې ځايي عدالت ته وړاندې کړي د قضیې په اړه نوره څېړنه کوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات کبل تحصیل ښځو د خپلو کورنیو غړو د بې درکه کېدو پر ضد مظاهرې کړې دي. دوی پر پاکستاني پوځ تور پورې کړ چې د پوځي عملیاتو پر وخت یې د دوی په زرګونه کسان نیولي دي چې تر دې دمه لا ورک دي. د جمعې پر ورځ په لسګونه ښځو د لاریون پر وخت وویل، د دوی د کورنۍ غړي یا خو پوځ نیولي او یا هم د سیمه ییزو امن کمېټیو په ذریعه یې پوځ ته ځان سپارلی وو خو تر ننه یې نه د مړ پته لګي او نه د ژوندي. د دې ښځو مشرې جان سبا وویل: ((موږ ټول د سوات پښتانه یو. زه د دې مشن مشره یم. دا هغه پښتنې ښځې دي چې چا یې اواز نه دی اورېدلی. ۶۵۰۰ کسان دي چې ورک دي. دا ټول طالبان خو نه ول.)) دې وویل، په سوات کې دا ټول کارونه د ذاتیاتو یا د کورنیو د دښمنیو په نتیجه کې شوي دي. جان سبا زیاته کړه چې پوځ ورته ګواښ کړی دی چې که مظاهره یې وکړه نو د کورنۍ غړي به یې ووژل شي او ورته به یې مړي په کوڅو کې ورګوزار کړي. د لاریون یوې بلې برخوالې وویل: ((زما زوی دی. نوم یې ولي الرحمان دی. له دې روژې یې پینځم کال پیل شو. نه یې له مرګه خبره یم نه له ژونده.)) نور تفصیل د نیاز احمد خان په دې ویډیو کې وګورئ.
زما زوی دی. نوم یې ولي الرحمان دی. له دې روژې یې پینځم کال پیل شو. په دې بازار کې یې نیولی وو. یوه میاشت د ژورې په تاڼه کې وو. له دې یې بیا بیولی
طاهر عثمان وايي چې د ډزو غږ یې واورېد نو دی په خپل موټر کې ناست وو او په بیړه یې ځان هغې سیمې ته ورساوه. دی وايي، تر ډزو وروسته ((له یوې خوا پوځ
د سوات کبل سیمې د ګالف په میدان کې تر ۲۰ کالونو وروسته په وړومبي ځل د ټول پاکستان په کچ د ګالف درې ورځنۍ اتلولۍ پای شوې دي. دا لوبې د خیبر پښتونخ
په روغتون کې بسترو مریضانو مشال راډیو ته وویل، په وارډونو کې ځای نه شته. د دوی په خبره، له بل ځایه یې په کرایه کټونه راوړي دي او مریضان یې په کې
د کبل امن لښکر مشر ادريس خان په دې اړه وایي: ((دا پېښه ماښام ته نېږدې وشوه. ده له خپلو څارویو [شېدې لوشلې] چې دغه وخت کې یو سړی راغلی او ډز یې کړ
ډي پي او شير اکبر خان زياته کړه چې په سوات سيمه کې ښځې عمومي تاڼو ته په ورتلو کې ستونزې لري ځکه یې هغوی ته بېل مرکزونه جوړل کړل.