نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا په چترال کې په څلورو کلیو کې کالاشیان (کیلاشیان) اوسي. دوی د پاکستان تر ټولو وړوکی توکمیز او مذهبي لږکي بلل کېږي چې خپله ژبه، دودونه او جامې لري. د دوی ښځې په ځانګړي انداز خپلې جامې او سینګارتوکي جوړوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان په شمال غرب کې د چترال ضلعې په یوه برخه کې د کالاشیانو (کیلاشیانو) څلور کلي دي. دا خلک خپله ژبه، دودونه، کلتور او دین لري او د پاکستان تر ټولو وړوکی مذهبي اقلیت بلل کېږي. دوی د کال څلور اختره لري او د کلیو لیدو ته یې هر کال ګڼ سیلانیان ورځي. د کالاشیانو د ژوند په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند لسګونه غړو او ملاتړو د پولیس افسر طاهر خان داوړ د ورکېدو او وژنې ضد احتجاج وکړ. د نومبر پر ۱۷مه
د فرانسې په یوه پوهنتون کې یو اټالوی استاد پښتو ماتیو دیکیارا خېبر پښتونخوا او پتېره په سوات کې د پښتو زده کولو له تللی دی. نوموړي د پښتو او پښتنو په اړه د مشال راډيو له خبریال خبريال نياز احمد خان سره خبرې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې ۱۱ کاله پس پاکستاني پوځ هلته د بشپړ امنیت اعلانولو پر مهال د سیمې امنیتي چارې او ځانګړي اختيارات ځايي انتظامي او پوليس ته سپارلی دی.
د اکتوبر پر ۲۲مه په سوات کې پوځ د یوې غونډې له لارې ټولې امنیتي چارې د سیمې ملکي انتظامیې او پولیسو ته سپارلې دي. غونډې ته د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوالانو، فعالانو او لسګونه ملاتړو د اکتوبر پر ۲۱مه، د سوات په خوازه خېله کې د کندهار امنیتي مشرانو، جنرال عبدالرازق او عبدالمومن حسین خېل
د ملک او صوبې د یو شمېر نورو برخو په شان په سوات کې هم ضمني انتخابات روان دي، د رایو ورکولو په مرکزونو کې د مېرمنو ونډه کمه ده خو د نارینه رایه ورکونکیو شمېره بیا زیاته ده. نور حال له سواته د نیاز احمد خان په دې ویډیويي راپور کې.
د سوات د فعالانو یوه ډله د سیمې په ښایسته سیمو کې ګرځي او له هغو ځایونو څخه هغه کثافتونه ټولوي چې سیلانیانو غورځولي وي. په دې کې زیاتره شیان له پلاسټیکه جوړ وي. دوی وايي، پلاسټیک تر سلګونه کلونو پورې په ځمکه کې پروت وي او نه حلېږي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
سوات ـ په سوات کې د مخالفو ګوندونو ټولنې ویلي، په اکتوبر میاشت کې د پوځ په نګرانۍ کې کېدونکې ضمني ټولټاکنې نه مني.
د سوات په کبل کې د کانجو سیمې اوسېدونکې نفیسې رحمان د ناامنیو په کلونو کې هم زده کړو ته دوام ورکړ او وايي، د نجونو پر تعلیم بندیز وو او چې له کوره به ووته نو دا وېره به ورسره وه چې په جګړه کې و نه وژل شي. نوموړې د ناامنیو په کلونو کې لیکنې وکړې چې اوس یې کتابي بڼه ورکړې. د نفیسې رحمان کیسه په ویډیويي رپورټ کې.
د سوات د مټې تاڼې پولیسو مشر وايي، یوې نجلۍ او هلک ته یې د زهرو ورکولو په تور اووه مشکوک کسان نیولي دي.
د دوشنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د صوبايي اسمبلۍ پر ۲۳مې حلقې رایې واچول شوې. د پاکستان الېکشن کمېشن د جولای پر ۲۵مه هلته د انتخاباتو نتیجې ځکه رد کړې وې چې پکې د ښځو د ووټونو شمېر له ۱۰ فیصده کم وو. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات له ښایسته برخو څخه یوه یې د کالام شاهي باغ دی چې ګڼ سیلګري ورځي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په پسرلي کې سیمه په بېلا بېلو ځنګلي ګلانو ښایسته کېږي. شاهي باغ د غرونو په منځ کې پروت دی چې چکر ته مو ورولو.
د سوات په مینګوره کې یو شمېر فعالانو د خوړونو غاړو ته د ونو کښېنولو لړۍ پیل کړې. دوی وايي، غواړي سیمه بیا شنه کړي او د اقلیم یا اب و هوا د بدلون اغېز کم کړي. دا فعالان وايي، د ونو، بوټو نهالولو سلسله د سوات تر نورو برخو هم غځوي. دوی چنده ټولوي او بوټي اخلي. ویډیويي رپورټ.
ګودر د کلام بازار سره په لس کیلومیټره واټن کې موقعیت لري، خو دا چې ورغلې لارې خرابې دي نو ورتګ لوی زړه او لوړه حوصله غواړي. د سوات ځیني سیلانیان د قدرتي حسن نه مالامال دغه ډنډ ته ورغلي وو. دوی وايي که حکومت ګودر ډنډ ته لارې ګودرې برابرې کړي، زیات شمېر سیلانیان به یې لیدو ته زړه ښه کړي. د مشال خبریال
د سوات اوسېدونکو د جولای د ۲۵مې پر سهار اته بجو د ووټونو په مرکزونو کې د ووټونو اچول پیل کړي دي. دا بهیر به تر ماښام شپږو بجو پورې روان وي. د سوات په مینګوره کې د ښځو او سړیو لپاره جلا جلا مرکزونه هم جوړ شوي. ویډیو وګورئ.
په سوات کې د سیلګرۍ صنعت سره تړلو لسګونو کسانو پرون د احتجاجي مظاهرې له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی له څو میاشتو راهېسې ځنډېدلې تنخاګانې دې ورکړي او نوکرۍ دې یې ورته پخې کړي.
سوات ته په اوړي او اختر کې ګڼ سېلانیان ورځي. په دوی کې ځېنې په سیند کې په جاله کې کښېني او په چکر ځي. جاله وانان وايي، دا کاروبار یوازې څو ورځې وي او دوی ورته ټول کال انتظار باسي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې یو شمېر کسانو د صوبايي او قامي اسمبلیو د څوکیو لپاره د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي. د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي چې د جولای پر ۲۵مه به ټولټاکنې کوي چې لپاره یې تیارۍ بشپړې کړې دي. د سوات یو شمېر نوماندان وايي، د ولس خدمت لپاره څوکۍ ګټل غواړي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ