نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا سوات نهه کلنې عایشې اياز په دوبۍ کې د تایکوانډو په نړیوالو لوبو کې د سرو زرو میډال ګټلی وو. نوموړی اوس په مېنګوره کې خپل کور ته رسېدلې ده او ځايي خلکو ورته تور هرکلی ویلی دی. د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان په دې اړه دا ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې په نړیواله کچه د واورو لوبو څلور ورځنۍ سيالۍ پیل شوې دي چې پکې د یوشمېر هېوادونو لوبغاړيو برخه اخېستې ده. په دې د نياز احمد خان ويډيويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د صحت محکمې د کرونا وایرس د ممکنه ناروغانو د درملنې لپاره د لسو کټونو یو وارډ ځانګړی کړی دی.
د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر اېمل ولي خان ویلي، د پښتنو ستونزو هواري په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون د سیمې له هر ګوند او ډلې سره جرګې ته تیار دی.
هوتي د جنورۍ پر ۲۶مه د ملاکنډ په بټخېله کې جلسې ته په وینا کې پر حکومتي تګلارو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د پالیسیو له وجې یې هېواد زیانمنېږي.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې د وړو نرخ له لوړېدو سره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د خیبر پښتونخوا سیلانۍ سیمې سوات په مينګوره کې د یوې نوې جوړېدونکې وادني پر یوه بل کور د راپرېوتو له کبله د يوه کور څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په بېلا بېلو سيمو کې د واورو له اورېدو سره که يو خوا ورته سېلانيانو مخه کړې نو بلخوا ځايي خلک هم ورته دي. نور د نياز احمدخان په ویډیويي راپور کې. ساټ ۱ عزيز کالامي ، کبډي تابياکونک
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې پر واورو د لوبو مېله پیل شوې ده چې ورته یو شمېر سيلانيان او لوبغاړي ورغلي دي. نياز احمد خان پرې ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
د کلتور څانګې مشرې شمع نعمت مشال راډيو ته وویل چې سمدستي یې په روغتون کې د مه جبین لور ته يو لک روپۍ سپارلي دي.
د سوات په ملم جبه کې ۱۲کلنه عزره بي بي چې نه خبرې کولای شي او نه اورېدای شي د واورو لوبو تکړه لوبغاړې ده او د نورو په شان په لوبو کې مخې تلل غواړي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
په سوات کې د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او د ګندهارا هنري ټولنې مشر پروفيسر محمد پروېش شاهين په ادبي خدماتو يوه غونډه وشوه. نور حال د نياز احمدخان ویډیويي راپور کې وګورئ.
د پښتو ژبې له بوه وتلي مزاحیه شاعر بخت زاده دانش سره د هغه پر ژوند او فن د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان خبرې کړې. په دې ویډیو مرکه کې یې وګورئ.
په سوات کې د بېنظير انکم سپورټ تر سیوري لاندې د وظيفې رقم اخېستونکې ښځي وايي، هر ورځ په لیکو کې ولاړ وي خو دوی ته په سم ډول مرسته نه رسېږي. په دې اړه د نياز احمدخان ويډيو راپور وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د بونېر ، باجوړ ، سوات او یو شمېر نورو سیمو خلک وايي ، هلته وسله والو بیا سر راپورته کړی دی خو حکومت پرې سترګې پټې کړې دي.
په سوات کې د دسمبر په يوولسمه د غرونو نړیوالې ورځ په مناسب سره د ښوونځیو زده کوونکو د صفايي لړۍ پېل کړه. په دې اړه ویډیويي راپور وګورئ.
د ډېسېمبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې د پښتون ملتپاله مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین ولمانځل شو. په دې لړ کې تر ټولو لویه غونډه په سوات کې وشوه
د سوات په ودوديه هال کې "ګرځنده تیاټر" د "منزلونو" په نوم پښتو ډرامه وړاندې شوه چې ورته د کالج په سلګونو زده کوونکي ناست ول. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د سکول زده کوونکو د ساینس او هنر نندارتون جوړ کړی. زده کوونکو بېلا بېل ساینسي ماډلونه جوړ کړي او پکې د پښتنو کلتوري شیان هم ښوول کېږي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې ميشت عيسويان له حکومته مقبره، عبادت ځای او نورې اسانتياوې غواړي. نور د نياز احمد خان په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ