نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.
د مې پر نهمه د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان د نیولو په غبرګون د هغه هېواد په ګڼو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې کړې وې چې پکې یې مهم ملکي او پوځي ځایونه په نښه کړي ول.
تر دې مخکې، د مې پر دویمه نېټه د پاکستان رسنیو خبر ورکړی وو چې دواړه خواوې په ټول هېواد کې پر یوه ورځ د انتخاباتو پر کولو سلا شوې وې خو نېټه یې نه وه ټاکلې.
په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشه ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري. د سوډان حکومت غوښتل چې دغه ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی له دې انکار وکړ چې ورسره د دواړو غاړو ترمینځ نښتې پيل شوې.
د پاکستان د پوځ مشر پر داسې مهال جنوبي وزیرستان ته تللی دی چې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې بریدونه زیات شوي دي
په کوهستان کې تر دې پېښې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا په بل ښار کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول.
پر اوکراین د روسیې د یرغل ۱۰مه میاشت روانه ده او مسکو دې جګړې ته "د ځانګړو عملیاتو" نوم ورکړی خو کییف او اتحادیان یې بیا وايي چې دا د بریا لپاره "بلا اشتعاله" عمل دی.
د مشال په نوم اوونیزه خپرونه کې موږ د اوریدونکیو، غږیزه پیغامونه ځوابوو. په دې خپرونه کې هره اوونۍ مونږ تاسو لپاره د زمزمو سیالۍ یوه لړۍ هم پیل کړې ده. په دې یو ساعته خپرونه کې د اوریدونکو شعرونه، زمزمې، خاطرې، کیسې او زرینې خبرې خپروو
د نومبر پر ۲۳مه د بیت المقدس په یوه کلیواله سیمه کې دوه بمي چاودنې شوې دي چې پکې د پولیسو په وینا، لږ ترلږه یو کس وژل شوی او ۱۵ ژوبل دي. پولیسو د پېښو پړه پر فلسطینیو وسلوالو اچولې خو د بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په تایلینډ کې حکومت تر هغې یوه ورځ وروسته ماتم اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر شپږمه په یوه وړوکي ښار کې یوه پخواني پولیس افسر پر وړکتون په برید کې د ۲۲ ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان ووژل. بریدګر تر پېښې وروسته د خپلې کورنۍ غړي او بیا ځان وژلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د پاکستان مسلم ليک نون ځينو سرچينو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې اسحاق ډار به نن (د سېپټېمبر پر ۲۷مه) د سېنېټر د غړيتوب حلف واخلي او سبا (د سېپټېمبر پر ۲۸مه) به د خزانې د وفاقي وزير په حيث د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په ۲۰۲۱ز کال کې یو پرېکړه لیک منظور کړ چې ورسره سم، د جولای ۲۰مه د سپوږمۍ نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. انسان له لمر او سپوږمۍ سره خورا پخوانۍ رشته لري. انسانان اکثر د څوارلسمې سپوږمۍ ننداره کوي او ښایسته یې بولي. ه. .
په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو دا غونډه تر هغې وروسته شوې چې د جولای پر ۱۷مه د پنجاب صوبايي اسمبلۍ لپاره په ضمني انتخاباتو کې پاکستان تحریک انصاف ګوند له ۲۰ څوکیو څخه ۱۵ وګټلې.
د افغانستان په پکتیکا او خوست کې د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې. د پکتیکا رحمان الله هم له هغو کسانو یو دی چې په زلزله کې یې کور ړنګ شو. دی وايي، اوس خپل کور بیا ودانوي خو په یوازې سر دا کار نه شي کولای. ویډیويي رپورټ.
فیض حمید له ۲۰۱۹ز کال څخه د ۲۰۲۱ز کال تر اکتوبره د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر هم پاتې شوی دی چې په اړه یې په وروستیو کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) مشرانو څرګندونې کړې وې.
په سپین بولدک کې د جولای پر ۱۶مه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې افغان چارواکي تور پورې کوی چې پاکستان د پولې له پورې غاړې څخه د طالبانو ملاتړ کوي.
نور وښیئ