نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
افق شرق ملکي الوتکې چې په لومړني بهیر کې به مرکز ښرنې ته الوتنې ولري، په یو ځل د پنځوس سپرلیو د پورته کولو توان لري
که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه په مکرره توګه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د امنیت د ټینګیدو له پاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي،
په خوست کې پولیسو د جمعې په ورځ د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانمرګي بریدونو د واسکټونو په ګډون یو شمېر مهمات، د وسلوالو له خوا لیکل شوې شپې پاڼې او چاودیدونکي توکي نیولي دي.
نن خوست ته د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د یاد ولایت د خلکو، ځايي ادارې او ځوانانو په بلنه ورغلي دي، د دوی د هرکلي له پاره د خوست په ملي لوبغالي کې تر شلو زرو زیات کسان راغونډ شوي ول.
د مدني ټولنې فعال نعمت الله خالد مشال راډیو سره په خبرو کې راتلونکې ټولټاکنې یو مهم پړاو ګڼي او له ملي او نړیوالو څارونکیو غواړي، چې د نوموړي بهیر نه په ښه توګه څار او نظارت وکړي
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې درې کسان يې د قتل او د خلکو د ځورونې په تور نیولي دي، همدارنګه په بیلابیلو عملیاتو کې يې یو شمېر وسلې، چاودیدونکي توکي او مهمات هم د پولیسو لاس ته لویدلي دي.
په خوست کې یو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنې فعالانو د پاکستان د مالیې وزارت، سوداګرو او دولتي بانک د هغې ګډې پریکړې هرکلۍ وکړ، چې افغانستان سره يې د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
په خوست کې یو شمېر هغه کسان چې په محاکمو کې حقوقي او جزايي دعوې لري، وايي چې اوسمهال د محاکمو په کار کې ښه والۍ راغلی او تر ډېره د بډو، درغلیو او په کارونو کې د ځنډ مخه نیول شوې ده.
د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو مشران او سپینږیري وايي، چې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنو د شفافیت په کار کې به په خپله قومونه مرسته وکړي او د ولسي حرکت له لارې به د ټاکنو په لاره کې شته خنډونه له منځه وړي، دوی د افغان امنیتي ځواکونو څخه هم خپل پراخ ملاتړ اعلان کړ.
د ښوونځیو او لوړو زده کړو د موسسو زده کوونکي په ژمنیو رخصتیو کې د زده کړو په کورسونو او پروګرامونو کې داخلې کوي او په خپلو شخصي لګښتونو سره زیاتره د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې زده کړې پرمخ بیايي.
په خوست کې د مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړي وايي، چې رڼې او شفافې ټولټاکنې کولای شي، په افغانستان کې موجودو سیاسي او ټولنیزو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.
د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیایي شوراګانو غړي وایي، چې څه باندې درې کاله وړاندې یې په کلیو کې یو شمېر پروژې بشپړې کړي،خو اوس یې دملي پیوستون اداره پیسې نه ورکوي.
د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې او اورګون ولسوالۍ تر مينځ په لويه لار د سروضې ولسوالۍ د ګلرادين په غرنۍ سيمه کې د چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر نیول شوی دی.
د خوست شیخ زاید پوهنتون د سږني ګال یو شمېر فارغان وايي، چې دوی د تحصیل په جریان کې د عملي زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول او
نن د ورځې یوولس بجې د خوست ښار په مرکزي برخه کې د خوراکي توکو په یو دوکان کې دوه پرله پسې بمي چاودنې وشوې، چې په کې دوه تنه ملي پولیس ټپیان شول.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې شپږ تنه يې د بیلابیلو جنايي جرمونو په تور نیولي او دا مهال د پولیسو په توقیف کې دي.
په خوست کې ۵۵ فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او د ۴۰ فیصده ښوونځيو زده کوونکي له لابراتوارونو، کتابتونونو، کمپیوټرخونو او نورو ګټورو درسي توکو څخه بې برخې دي.
په خوست کې پر پنځه سوه بې وزله کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو باندې د نړیوال خوراکي سازمان او یونسیار له خوا پنځلس قلمه بیلابیل د خوراک، پوښاک او سونګ توکي وویشل شول،
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې يې د سړي تښتونکیو یوه وسلواله ډله نیولې.
د خوست شيخ زايد پوهنتون چارواکي وايي، چې سږکال د خوست ولايت د بیلابیلو ښوونځیو د دولسمو ټولګیو نږدې پنځه زره فارغان د کانکور په ازموینه کې ګډون لري.
نور وښیئ