نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
نن د دوشنبې په ورځ د لوګر په مرکز کې د اوبو لښتيو، د څښاک اوبو نل-لیکې او څاه ګانې او کلیوالو سیمو ته د سړکونو غځولو د ۴۷ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د خوست یو شمېر ښځې او مدني فعالانې وايي، چې په یاد ولایت کې د تذکرو د وېش په پروسه کې د ښځو لپاره ستونزې شته او دوی نه دي توانیدلې، چې په خپلو سیمو کې تذکرې واخلي.هغوی له افغان حکومت غوښتنه کوله، چې د تذکرو د وېشلو موده دې وغځوي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د غلام خان بندر د بېرته پرانېستلو وروسته د سوداګریزو توکو او مالونو وړل، راوړل ډېر شوي، خو دوی هڅه کوي چې د افغان دولت له اوسنۍ پالیسۍ سره سم دا سوداګري دواړو لورو ته یو ډول شي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې نېږدې هره ورځ د قتل یوه پېښه رامنځته کېږي او د رواج بڼه يې پیدا کړې ده...
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې، چې د خپلو نجونو د زړه کړو مخه به، نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
د خوست قومي مشران او دیني عالمان وايي، چې په هېواد کې د شته امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو سره-سره حاضر دي چې تذکرې واخلي، نوم لیکنه وکړي او د پخوا په شان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
د لوګر ولایت اوسیدونکي، مدني فعالان او چارواکي د کابل-لوګر د دویم سړک د جوړولو چارو ته خوشاله دي او هیله څرګندوي چې یاد سړک به په راتلونکې کې د خوست له غلام خان بندر سره ونښلول شي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د وروستیو دوو بریدونو عامیلین د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي، چې د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.
تېلیسیمیا یا د وینې کموالۍ چې یوه ارثي ناروغي ده، داسې مهال يې په خوست کې د نړیوالې ورځې لمانځنه کیږي، چې لا هم د یاد ولایت په ګډون يې د هېواد په کچه د درملنې لازمې اسانتیاوې نشته.
ډاکټر حبيب شاه له دیني عالمانو، قومي مخورو او روڼ اندو هیله وکړه چې ماشومانو ته واکسین ورکولو لپاره د کورنیو په هڅولو کې دوی سره همکاري وکړي.
چارواکي وايي، بمي چاودنه د کابل پر وخت ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د نوم لیکنې مرکز ته نږدې شوې ده.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې داسې مهال د رسنیو له نړیوالې ورځې لمانځنه کېږی چې تېره اونۍ په څو جلا پېښو او چاودنو کې د رسنيو د ۱۰ کارکوونکو د وژل کېدو له امله د خبریالانو په منځ کې د دوی د ځاني خوندیتوب په باب اندېښنې ډېرې شوې دي.
د خوست مدني فعالان او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو استازي د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته دې، د امنیت په ګډون په هره برخه کې لازم تدابیر ونیول شي.
که څه هم نن د شنبې په ورځ د پکتیا اړوند په ګرده څېړۍ کې د ځدراڼ میشتو سیمو قومي مشرانو، اوسیدونکو او ځوانانو په ګډون پراخه غونډه د وسلوالو له لوري د پرلپسې توغندیو او سپکو وسلو د ډزو له کبله اخلال او ناتمامه پاتې شوه، خو د ځدراڼو اوسیدونکي وايي، چې دا ډول پيښې يې د ټاکنو او د نوم لیکنې له بهیره نشي راګرځولای.
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز د کمپیوټر د برخې له نهمې دورې څخه ۶۰۰ ځوانانو له شپږ میاشتینو وړیا زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
خوست والي ویلي، چې د ځاځي میدان د دوو وژل شویو کسانو جنازې او د تدفین مراسم د ولایت د ملکي او پوځي مشرتابه په شتون کې ترسره شول.
د خوست اوسیدونکي او مدني فعالان په یاد ولایت کې د ډېریو ښځو او نارینه وو د تذکرو نشتون، یوازې د نوم لیکنې په خپل مرکز کې رایه اچونه، د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی، امنیتي ګواښونه او د تابعیت د تذکرو د جوړولو اوږد اداري پروسیجر په راتلونکو ټاکنو کې د دوی د ګډون پر وړاندې ستونزې بولي.
د جمعې په ورځ په خوست کې د قراردادي ښوونکو د جذب لپاره له خواوشا هغو پنځو زرو کسانو چې د ګمارلو له شرایطو سره برابر ول ازموینه واخیستل شوه.
نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د خوست ولایت لسګونو ځوانانو د ښار د سولې په پارک کې د پرلت خیمه ودروله او د قبایلي سیمو او کوزې پښتونخوا د ولسي حرکتونو د ملاتړ د اعلان تر څنګ يې په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په خپلو کې خبرو ته کیني.
نن د دوشنبې ورځې ماسپښین مهال افغان ولسمشر محمداشرف غني د خوست له ځوانانو او مدني فعالانو سره په ناسته کې وویل، چې د هېواد په ګمرکاتو کې د سیاسي او دولتي دستګاه د لاسوهنو د مخینوي لپاره يې یوه اساسي طرحه تر کار لاندې نیولې چې په درېیو اونیو کې به يې کارونه سرته ورسیږي.
نور وښیئ