نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د یوې خاورینې غونډۍ د پاسه جوړه دغه لرغونې ودانۍ د افغانستان له مهمو او لرغونو فرهنګي میراثونو څخه یوه ده.
د خوست په ګلان کیمپ کې د شمالي وزیرستان کډوالو غوښتنه کړې چې حکومت دې ورته د غلام خان له لارې خپلو کلیو او کورونو ته ستنېدو اجازه ورکړي. دوی وايي،د ۲۰۱۴ز کال له
په خوست کې د رسنیو مسوولین او خبریالان وايي، په اوس وخت کې د ژورنالیزم د نورو برخو په شان په ولس کې د سوله ییز فکر د خورولو اړتیا ډېره ده.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولي او زیاتوي، چې له مشتریانو سره د یاد بانک د مسوولینو او کارکوونکو چلند هم سم نه دی.
د خوست ښار یو شمېر کاروباریان نیوکه کوي چې په غلام خان بندر کې ځینې چارواکي د دوی د کاروبار پر وړاندې ستونزې جوړوي. دوی وايي د کرنې ریاست چارواکي ددې پر ځای چې لاس په لاس د توکو کیفیت او څرنګوالي چېک کړي، د ترکاریو او تازه میوو موټر په ساعتونوساعتونو لمر ته دروي، چې خرابیږي.
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې بهیر ښايي خورا مشکل وي، خو په هېواد کې به د ارامۍ لامل کېږي.
د کابل – لوګر پر سړک مساپران او ډرېوران وايي، پر دې لاره امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي. پر دې سړک خلک پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ته تګ راتګ کوي.
د جون پر ۲۲مه د تورخم او چمن لارو په خوا کې د خوست پر غلام خان بندر هم دواړو لورو ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د موسمي ترکاریو او میوو د لېږد په موخه د ګاډو تګ راتګ پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د جون پر ۲۲مه د غلام خان بندر د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ بېرته خلاصېږي.
په لویه پکتیا کې له لرغونو وختونو د هغو کسانو د کورونو د سوځولو دود شته، چې غړي يې د کومې بې وسه کورنۍ په میراتولو، هغوی سره په ظلم او یا له قومي تړې په سرکشۍ تورن شي
د جون پر ۱۱مه ناوخته خوست ته د عامې روغتیايي وزارت لخوا له کورونا وایرس سره د مبارزې په خاطر په دریو لاریو کې بار د روغتیايي توکویوه محموله راورسېده.
د خوست د ولسونو د پرلپسې غوښتنو او د کرښې په پورې غاړه کې د پرتو قومونو لیوالتیا ته په کتو، یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا د غلام خان بندر د ترانزیت او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد د پیلیدو لپاره هڅې پیل شوي دي.
په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو مشران وايي، د کورونا وایرس له کبله تر نورو خلکو د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.
د افغانستان د خوست کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د یو ډول نباتي ناروغۍ، پر ځینو سیمو د ګلۍ اورښت او د کال په اوږدو کې د پرلپسې بارانونو له کبله
د افغانستان د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې امنیتي ادارې په ښار کې د موټر سایکلو په ګرځبندیز کې توپیریز چلند کوي، هغوی چې واسطې لري پرېښودل کېږي، خو له بې واسطې خلکو موټرسایکلونه نیسي.
په خوست کې د کوچني اختر لمونځ کوونکیو د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند د اعلان هرکلۍ وکړ
د خوست اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې وروستیو امنیتي پېښو، هدفي وژنو او چادونو ډېریدو ته په انديښنه کې دي او غوښتنه کوي، چې امنیتي او کشفي ادارې دې، د دا ډول پېښو مخه ونیسي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، یادو کسانو غوښتل، عیار شوي موټر سایکل بم ته د خلکو په ګڼ میشته سیمه کې چاودنه ورکړي، چې دوی پسې چاودلی دی.
د افغانستان د خوست نوي امنیته قومندان جنرال داود تره خېل د مې پر ۱۷مه خپله دنده پیل کړه.
نور وښیئ