منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
په دې ورستیو کې د پاکستان په سینیټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن د ذیلي کمیټۍ یوې غونډې ته ویل شوي چې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د انټرنیټ د سهولت خورولو لپاره له ایښودل شوي فنډ نه پنځوس کروړه روپۍ اخیستل شوي او د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پرې د لوبو یو مېدان جوړ کړی شوی دی.
د جرمني دفاع وزیرې اورسولا فن دېر لېین ویلي، د امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو نتیجه ورته لویه ((صدمه)) وه. نوموړې پوښتنه کړې، چې ایا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د ځواکمنو هېوادونو تر منځ اړیکي خو به له خطر سره نه وي مخامخ؟
حسن خان اڅکزی چې په بلوچستان کې یو شمیر شخصي تعلیمي ادارې چلوي، مشال رېډیو سره په خبرو کې یې وویل چې په سلګونو ماشومانو ته وړیا دیني او عصري تعلیم ورکوي.
د پاکستان د انساني حقونو د کمیشن مشرې زهره یوسف مشال رېډیو ته وویل پکار دي چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو سره د سیمې خلکو ته د نور هېواد په څیر انساني حقونه ورکړل شي.
نورینه شاه وايي له ماشوموالي راهیسې یې ستوري او سپوږمۍ ډير خوښ دي او غواړي چې په دې برخه کې زدکړی وکړي. نورینه دې لړ کې د ټولینیزو رسنیو یعنې سوشل میډیا استعمال کوي او د نړۍ سره په رابطه کې ده. یوې برتانوي مجلې د ټولې ایشیاء د ماشومانو د ساینسي زدکړو لپاره خپله سفیره ټاکلی ده.
پاغونده مایار د پیښور امتحاني بورډ د دولسم جوماعت په میډیکل ګروپ کې اول پوزیشن اخیستی. د نوموړی پلار، حمایت الله مایار د مردان ضلعی ناظم دی او د قامي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی خو پاغونده وايي کامیابي یواځي په محنت ممکنه ده.
سعودي کې په مزدورۍ پسې تللی صابر خان وايي پاسپورټ یې له کمپنۍ سره پروت دی نو ځکه خپل وطن ته هم نشي ستنېدلای.
په تعلیمي نظام کې تر ټولو زیاته درغلي په امتحاني عمل کې مخې ته راځي چې پکې تر ډېره حده تعلیمي اداری، استاذان، زده کوونکي او دهغوي میندی پلاران شامل وي. کارپوهان وايي په دې کې د زده کوونکو زیاتره بې قصوره وي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې په کابل کې دوروستۍ ځانمرګې چاودنې ذمه وار به هېڅ کله معاف نه کړي. دغه برید چې پکې له ۸۰ څخه زیات کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ سېوا ژوبل شوي دي، ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې یعنې داعش منلې ده.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې یوې غېر سرکاري اداری د بې تعلیمه میرمنو لپاره د ټیلفوني پیغامونو په ذریعه تعلیم او تربیت لړۍ شورو کړی ده.
پښتانه ځوانان کولی شي چې د فېشن داره جامو جوړولو او یا فېشن ډیزایننګ په شعبه ځان ته مقام پېدا کړي. فېشن ډیزایینر محمد علي وايي د پښتنو په ټولنه کې دا کاروبار ډېر بره روان دی او ځوانان کولی شي چې په دې کې ډېر آمدن او شهرت ترلاسه کړي.
"په پاکستان کې د پاناما اسنادو په څیر یو نه یو سیاسي جنجال تل روان وي چې له کبله یې نه ولسي حکومت او نه پوځ پر یو څرګنده لار یوځایې تلای شي بلکه ولسي مسلو ته تل سم پام نه کیږي."
د قبایلي سیمو استادان دا دی نن نهې پر اوومه ورځ هم په اسلام آباد کې د خپلو غوښتنو لپاره پر احتجاجي ناسته دي. دوی غوښتنه کوي چې د خېبر پښتونخوا استادانو غوندې ترقي او مراعات دې ورکړل شي. استادان وايي، مرکزي حکومت بیا بیا دوکه ورکوی. د قبایلي استادانو د اتحادیې د مومند ایجنسۍ مشر مرجان علي مومند
مروت وايي، سږ کال به د قبایلي سیمو لپاره د پوهنتون افتتاح وشي خو د پاکستان په پارلېمان کې د باجوړ پخوانی استازی وايي، د میډیکل کالج په اړه هېڅ پر مختګ نه دی شوی، بلکې دا کالج ((ورک شوی دی))
د سیمه ایزو چارو پوهه آیاز وزیر وايي، چې تر څو د قبایلي سیمو عام ولس په اعتماد کې نه وي اخیستل شوی د پرمختګ هېڅ څرک نه ویني.
رحیم الله یوسفزی وايي، پاکستان د مذاکراتو لپاره یواځې هغه طالب مشرانو باندې فشار اچولې شي چې په دې هېواد کې اوسي، په افغانستان او یا قطر کې مېشت طالبان مشکله ده چې د پاکستان تر نفوذ لاندې وي.
د تعلیم ماهره بشرا قدیم وايي، تعلیمي ادارو امنیت په هرحال کې د حکومت ذمه واري ده او له دې مخ اړوونکی حکومت د واکمنۍ حق نلري.
د حکومتي کمېټۍ د راپو له خپرېدو وروسته د باچاخان پوهنتون انتظاميه د امنيت جاج اخيستلو او د پوهنتون بيا پرانيستلو د نېټې ټاکلو لپاره غونډه کوي.
د پیښور ښار پولیسو مشر مبارک زیب وايي د خپلو وسایلو او نفرۍ مطابق یې د پولیس ګشت سېوا کړی، په مهمو ځایونو کې یې ناکه بندي کړې.
د پروګرام ګډونوال وايي، په دې روزنو کې تر امتحان وروسته ورته داخله ورکول کېږي او د پروګرام په اوږدو کې ګڼ داسې شیان او مهارتونه زده کوي چې اوس یې په ژوند کې په کار راځي.
نور وښیئ