مليحه اميرزاده د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. هغه د سروې په نوم د اوونیزې خپرونې کوربنه ده. په خپرونه کې له نجونو او ښځو سره د هغوی پر لاس ته راوړنو او بریاوو خبرې کېږي. سروې خپرونه پر فېسبوک او یوټیوب په ویډیويي بڼه ژوندۍ او په راډیو په ثبت شوې بڼه خپرېږي.
د پاکستان په تاریخ کې په اول ځل داسې کار شوی چې په یو حکومت کې د اپوزیشن مشر په دروغو کېسونو کې د دې لپاره ګرفتار شو چې د مخالفو ګوندونو اواز غلی کړل شي. نوموړي وویل د شهباز شریف خلاف جوړې مقدمې انتقامي دي.
د بشري حقونو نړیوال سازمان - هیومن رایټس واچ - وايي په ماشوموالي کې د ودونو د مخنیوي بل چې د پاکستان سنیټ ته وړاندې شو، د هیواد د حکومت لپاره یوه ښه موقع ده چې ټول ولس ته د یو شان حق ورکولو ژمنې پوره کړي.
د قانوني چارو کارپوه لطیف اپرېدی وايي په تړون سره حکومت ځان ته یوه عارضي اساني پیدا کړه خو دا هېڅ قانوني حیثیت نه لري.
پراګ - په پېښور پوهنتون کې پر زده کوونکو د پولیسو تر تشدد وروسته د اکتوبر پر پینځمه په پېښور، چارسدې، بنو او ډېره اسماعیل خان کې د پوهنتونو زده کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کړي.
په پاکستان کې موجود د سعودي عرب پلاوي د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر ته سفر وکړ او هلته د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یو شمېر روانو پروژو په اړه مالومات ورکړل شو.
د هند يو وګړي له ټولې نړۍ سيکي او کرنسي راغونډوي. د اياز پيټېل کيسه د ملحيه اميرزاده په ويډيو کې وګورئ.
په عراق کې شعياګانو، سنيانو او کردانو کلتوري مېله جوړه کړي چې تفصيل يې د مليحه اميرزاده په ويډيو کې وګورئ.
د انډونيشيا په سولاوسي ټاپو کې تر زلزله وروسته د راغلې سونامي له کبله د سمندر اوبه تر دوو میټرو لوړې شوې دي. ځايي خلکو د څونامي د څپو ويډګانې خپري کړې دي. په دې اړه د مليحه اميرزداه تیاره کړې ویډیو وګورئ.
چارواکو د سېپټمبر پر ۲۹مه راپور ورکړی، چې د انډونيشيا د سولاوسي ټاپو په پالو ښار کې زلزلې او ورسره سونامي لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژلي دي. نور تفصيل د مليحه اميرزاداه په ويډيو کې وګورئ.
د انډونيشيا چارواکو د سپټمبر پر ۲۹مه ویلي چې د دې هیواد د سولاوسي ټاپو په پالو ښار کې زلزلې او ورسره سونامي لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژلي دي او په سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.
دا ډول اقدامات به په پاکستان کې پر "خپل ځان سېنسرشېپ لا پیاوړی" کړي او که د ډان په څېر لویه رسنیزه اداره له داسې نتیجو سره مخامخېږي نو بیا به "څوک په هېواد کې د ریښتیا ویلو جرات وکړای شي؟"
د امریکا د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ويلي چې هېواد یې د دې ضمانت نه شي ورکولای چې د هند لخوا له روسه د ایس ۴۰۰ میزایلي نظام اخیستو په صورت کې به نوي ډلي د بندیزونو مبرا وي.
روسۍ رسنۍ وايي، له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د شام په کورنۍ جګړه کې د روسیې تر ښکېلتیا وروسته په سیمه کې د روسیو ځواکونو موجودیت تر بل هر وخت زیات دی.
1- جاپان کې سیلابونه او توند بارانونه 2- په غزه کې د یوه فلسطیني جنازه 3- په تای لېنډ کې د ماشومانو د ژغورنې عمليات 4- په سپېن کې د غوایانو ځغل
نواز شريف ویلي وو که عدالتي فيصله یې په حق يا خلاف کې راغله خو دی به په دواړو حالتونو کې هرو مرو پاکستان ته ستنېږي.
نن د جولای پر څلورمه د کراچۍ په ترهګرۍ ضد عدالت کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن د پخواني پولیس افسر راو انوار د ضمانت درخواست اورېدنه بیا پیل شوه.
په پاکستان کې د پارلېماني چارو او روڼوالي انسټیټيوټ (پېلډاټ) یو چارواکی احمد بلال محبوب د زیارت پر ورځ مشال راډیو ته وویل، داسې اندېښنه نه لري چې روانې سیاسي چارې به د انتخاباتو د ځنډېدو لامل شي.
نور وښیئ