مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
عمران خان لیکلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوای وکړي ځکه چې هلته د تېرو ۴۰ کالونو راهیسې خلک د جنګونو او ناامنیو ښکار شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۱۱مه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټولګډونه حکومت جوړول بولي چې په خبره یې، د ټولو افغانانو استازولي وکړي.
متقي چې بېګا ماښام یې په واشنګټن کې د یوې انلاین غونډې ګډنوالو ته څرګندونې کولې وویل چې د طالبانو حکومت غواړي له نړیوالو سره تعامل ولري، خو نوموړي ټینګار وکړ چې نړۍ دې هم دا درک کړي چې پر افغانستان بندیزونو هېڅکله هم نتیجه نه ده ورکړې.
تر دې مخکې په افغانستان کې رسنیو د مقاومت د جبهې د ویندویانو له قوله د مقاومت د جبهې د مشرانو او طالبانو د کتنې په اړه راپورونه رد کړي ول.
په پېښور کې د کمباینډ مېلېټري هسپتال (سي اېم اېچ) یوه چارواکي تایید کړه چې روغتون ته د څلور امنیتي سرتېرو مړي وروړل شوي دي.
د ژغورنې ادارې په وینا، په مړو کې ۱۰ ماشومان، دوې ښځې او ۱۰ سړي شامل دي. په دې کې د اسلام اباد پوليسو يو سب انسپکټر پشمول د کورنۍ اووه غړي هم شامل دي.
د جنورۍ پر اوومه په ملتان کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال شاه محمود قریشي وویل چې په پوله د ازغن تار موخه تګ راتګ منظم کول دي او حکومت یې دغه لور ته ګامونه پورته کوي.
انتوني بلېنکن د جنورۍ پر اوومه یو خبري کانفرانس ته وویل چې د قازقستان چارواکي دا صلاحیت لري چې له احتجاجونو سره داسې مناسب چلند وکړي چې د مظاهرچیانو د حق درناوی هم وشي او قانون او نظم هم پر ځای شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جنورۍ پر اتمه، خبریالانو ته ویلي چې په مري او اړونده غريیزو سیمو کې د ګاډو خويیدو او ودانیو د راپریوتو په پیښو کې شاوخوا ۱۹ کسانو ژوند بایللی دی او مري ته تلونکې لارې تړلې پرتې دي.
د ډبلیو اېچ او د طبي چارو د انتظام مشرې جینېټ ډيياز د جنورۍ پر شپږمه وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ډېلټا بڼې په نسبت په اومېکرون بڼې اخته کسان په روغتونونو کې د بسترېدو له کم خطر سره مخامخ دي.
د قازقستان په تر ټولو لوی ښار الماتې کې پولیسو د جنورۍ پر شپږمه وویل چې د تېرې ورځې پر مهال لسګونه بلوه ګر وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو مخکې د افغانستان بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی دی چې سږ کال ژمی به په مېلیونونو افغانان له لویو ستونزو سره مخامخ شي.
د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې ټاکل شوې وه چې په پاتې ضلعو کې د جنورۍ پر ۱۶مه د دویم پړاو انتخابات وشي خو ګڼو ګوندونو یې د سړو او واورې ورېدو له وجې د ځنډولو غوښتنه وکړه.
د جنورۍ پر پينځمه په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې ولسمشر توقايېف د قازقستان جمهوريت د اساسي قانون له ۷۰مې مادې سره سم، د حکومت استعفا منلې.
دوی غوښتنه لري چې امنيتي ځواکونه دې د سيمې امن باوري کړي او د وسله والو پر ضد د عملياتو پر مهال دې د عامو خلکو له ځورولو لاس واخلي.
د کډوالو نړیوال سازمان رپورټ لیکي چې دمګړۍ افغانستان پنځه نیم میلیونه کورني بېځایه شوي کسان لري چې د ژمي سړه هوا او د خوړو کموالی یې ژوند ګواښي.
نور وښیئ