مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د افغان طالبانو مشر د خالي په ورځ د بلوچستان په دالبندین سیمه کې په یو ډرون برید کې ووژل شو. خو پوښتنه داده چې که د وسله والو ډلو مهم مشران که مړه شي او یا هم ووژل شي نو په وسلوالو بریدونو کې کې کمی راتلی شي او کنه؟
له مشال راډيو سره په خبرو کې علي رضا وویل چې اوس هره ورځ د خپلې سیمي تاڼې ته ورځي او خپله حاضري لګوي
د دې ګوند یوې مشر بشرې ګوهر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وویل، یوازې د پښتنو په سیمه کې د وسله والو او سختدریځو ضد له عملیاتو سره ناامني نشي ختمېدای.
پاکستان له یوې لسیزې زیاته موده کېږي چې د ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی. حکومتي چارواکي ادعا کوي چې دغه جنګ زرګونه خلک مړه او ژوبل کړي او د اربونو روپو تاوان شوی دی، خو د ترهګرۍ خلاف شریک دریځ لا هم نشته.
دین محمد له تېرو شاوخوا ۴۵ کلونو راهیسې د پېښور په نوتیه کې د پکوړو دوکان لري. دی د هند له فلمي ستوري دلیپ کمار سره بې کچه مینه لري ځکه په هغه سیمه کې د ((دلیپ کمار پکوړو والا)) په نوم مشهور دی او دوکان یې هم د دلیپ کمار په انځورونو سینګار کړی دی. په دې اړه نور په دې ویډیو کې.
د ځینو راپورونو او د ډیریو خلکو د شکایتونو سره سم ، د خیبر پښتونخوا ډاکټران د ناروغانو د درملنې پرمهال دوی ته له ضرورته زیات درمل لیکي او همدارنګه د ځینو ځانګړو کمپنیو غیر معیاري درمل هم ناروغو ته لیکي، ځکه چې د ډاکټرانو او دغو کمپنیو ترمنځ یو پټ تار غزیدلی وي.
د کرښې پر غاړه په خپرونه کې د پښتون ملتپاله سیاستوال افضل خان لالا د ژوند او کار په اړه خبرې شوې دي.
د عوامي نېشنل پارټۍ غړې بشرا ګوهر وايي، دا مهال په پاکستان کي جمهوريت پیاوړي نه بلکې نور هم کمزوری شوی دی.
د خیبر ایجنسۍ د باړې سپاه قبایل وايي پولیټیک ایجنټ ورنه دولس کروړه روپۍ تاوان غواړي. دوی وايي حکومت د وسله والو پرضد د عملیاتو پرمهال دغه پیسې لګولي او اوس دوی ته وايي چې تر څو یې دا تاوان پرې کړی نه وي، بیرته خپلې سیمې ته نشي ستنیدلی.
د پاکستان او چيک جمهوريت چارواکي وايي چې د سوداګريزو اړيکو پراخولو لپاره په ځينو لوظنامو کار کوي. د دواړو هيوادونو لوړ پوړي چارواکي وايي چې غواړي انرژۍ او نورو برخو کې همکاري لا نوره پسې زياته کړي.
په شمالي وزیرستان کې خلک وايي د دوی ژوند په ګډو، بیزو ، غواګانو او نورو څارویو سنبال و او دا یې د اقتصاد مهمه ذریعه وه چې جنګونو ترې وتروړله.
د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکي دعوې کوي چي په باجوړ کي د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو نه پس امنيت پر ځای شوی ، کډوال ستانه شوي او د بیا رغونې پروژي رواني دي. خو بل پلو لیدل کیږي چې په دي وروستیو کي د پاکستاني طالبانو لخوا په سیمه کې د قبايلي مشرانو هدفي وژني بیا شروع شوي دي.
دي وروستيوو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ نه يوازې مذاکرات منسوخ شول بلکې دواړو هيوادونو د يو بل پر ضد سخت بيانونه هم ورکړي. آيا د اسلام اباد او نوي دهلي دا بيانونه به د جګړې شکل اختيار کړي؟
د پاکستان پوځ د انجینيېرینګ شعبې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن «ايف ډبليو او» د واپډا محکمې ته د آزموينې لپاره سپارلی، خو له ټانکه د پا کستان قامي اسمبلۍ غړی داور خان کنډی وايي، چې په دغه پروژه کې زښته ډېرې بې قاعدګۍ شوې دي.
د بکاخېلو په کېمپ کې مېشت کډوال وايي، چې سختو حالاتو او بې کورۍ يې مېرمن او ماشومان له نفسیاتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د خیبر ایجنسۍ حکومتي چارواکي وايي « تیرا » ته ستانه شوې کډوال د خپلو کورونو د ابادولو لپاره ځايي ځنګلونه وهي چې له کبله یې د سیمې چاپيریال ته سخته خطره پېښه ده.
په خیبر پښتونخوا کې درېوو سیاسي ګوندونو ترسره شویو وروستیو بلدیاتي انتخاباتو کې پر واکمن ګوند تحریک انصاف د درغلیو تورونه لګولي. عوامي نیشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند او جمیعت علما اسلام پر حکوم
' دا د ریاست ذمه واري ده او په آيين کې د هر انسان حقونه مالوم دي خو له بده مرغه دغه آيين د خپلځان حفاظت نشي کولی، ځکه چې څو څو ځله مات شوی دی'
شنونکي نوي ډیلي ته د امریکا ولسمشر سفر ارزښتمن بولي او انګېري چې دواړه هېوادونه به په اقتصادي او نورو څانګو کې یو بل ته نږدې شي
د شمشاد احمد په خبره د پاکستان او امریکا تر مينځ د تعلقاتو خپلې خپلې زاويې دي. پاکستان دغو تعلقاتو ته له خپله لوري ګوري او امریکاله خپل هغه، خو د ده په خبره بنيادي نقطه دا ده چې دغه تعلقات په راکړه ورکړه ولاړ دي.
نور وښیئ