فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد شفیق اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، "حکومت د بدامنۍ مخنیوي لپاره تر خپلې وسې هلې ځلې کوي. موږ به یو ځل بیا ولس دې ته نه پرېږدو چې بیا کډې وکړي."
د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې وسله والو د پنجشنبې (زیارت) شپې مهال د جمرود په نوې ابادۍ کې د پولیسو د ګزمې یا ګشت پر مهال برید وکړ چې پکې سرتېری محسن اپرېدی ووژل شو.
د خیبر ضلعې پولیسو مشر (ډي پي او) محمد عمران د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال ريډیو ته وویل چې تېر ماښام (سېپټمېبر ۲۱) په بر قمبر خېلو کې په شوي دې بريد کې د منصف خان ساتونکی پوليس او يو لاروی ټپي شوي هم دي.
د خیبر پښتونخوا د ډینګي ملیریا او لشمینیا کنټرول پروګرام یو چارواکي خالد خان د سپټمبر په ۱۷ مشال ریډیو ته وویل چې د ډینګي نه په تېرو دوه اوونیو کې شا وخوا پینځه مرګونه شوي دي.
د خیبر ضلعې د تعلیم محکمې مرستیال افسر شاهد خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې په سرکاري سکولونو کې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د کتابونو کمی پوره کړي.
د خیبر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې ضلعي انتظاميه دې د امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د بته خورۍ يا باج غوښتلو مخنيوی دې وکړي چې دا ډول سوداګر په ازاده توګه او په یو خوندي چاپېریال کې کاروبار وکړای شي.
د ضلعې د ډینګي، ملیریا او لېشمنایسېس (لشمینیا) د کنټرول پروګرام یو چارواکي شاه محمد د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې په سرکاري روغتونونو کې تر اوسه خوا اوشا پینځلسو کسانو کې د ډینګي ناروغۍ تصدیق شوی دی.
د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن په صوبه کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات کړي ول چې په لومړي پړاو کې د صوبې په ۱۷ او په دويم پړاو کې د صوبې په ۱۸ ضلعو کې ټاکنې شوې وې.
ډاکټر عطاالله وايي په تېرو ۱۰ کلونو کې په روغتيايي مرکزونو کې پر روغتيايي عملې تشدد زيات شوی دی. د ده په خبره، زياتره وخت په بېړنيو حالاتو کې له ژوبلو او نورو ناروغانو سره راغلي کسان پر ډاکټرانو او او نورو روغتيايي کارکوونکو تشدد کوي.
د خیبر ضلعې د لنډيکوتل مرستیال کمشنر ارشاد خان د جولای پر پنځمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې وفاقي حکومت د "ښه نیت" د جذبې له مخې افغان وګړو ته د جولای تر نهمې نیټې پورې یوازې په تذکرو خپل هېواد د تګ اجازه ورکړې ده.
د شمالي وزیرستان په ګډون د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا او پنجاب په یوشمېر ښارونو کې خلکو زلزله محسوس کړې ده.
پاکستان د افغانانو لپاره د پاسپورټ او وېزې درلودل لازمي کړې دي. د وېزې اخیستل هم د ځينو خلکو په وينا، اسانه نه دي نو ځکه د پخوا پرتله اوس پاکستان ته تلل سخت شوي دي.
د جرګې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، څلور کاله مخکې چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډېدې نو ورسره د پرمختیايي پروژو او ځايي خلکو ته د کاري مواقعو برابرولو ژمنې شوې وې چې لا هم نه دي پوره شوي.
د جون پر اتمه نېټه په جمرود کې په شوې احتجاجي غونډه کې د بلدياتي ټاکنو پر مهال ټاکل شويو چېرمېنانو، د ويلېج او نايبرهوډ کونسلرانو ګډون وکړ.
د باړې د خبريالانو مرکز يا پريس کلب غړو او پولیسو تایيده کړې چې د می پر ۱۳مه نیټه د باړې پریس کلب پخوانی صدر او د ایکسپریس نیوز خبریال خادم خان اپریدی په شلوبر سیمه کې امنيتي چارواکو نيولی او نامعلومه ځای ته يې لېږدولی دی.
په خیبر ضلع کې د ځنګلونو د محکمې مشر محمد شکیل په دې اړه مشال راډیو ته په لېږلي پېغام کې لیکلي دي چې په دې اړه یې هڅې پیل کړې دي.
نور وښیئ